د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۴

امریکا کې د کاندیدانو سیالي حساس پړاو ته رسېدلې


د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د جمهوري غوښتونکو او ډموکرات ګوندونو د کاندیدانو ترمنځ سیالي حساس پړاو ته رسیدلې.

وروستۍ نتیجې ښیي چې ډیر احتمال شته چې د جمهوري غوښتونکو له خوا به ډونالد ټرمپ او د ډموکراتانو له خوا به هم هیلري کلینټن نهایي کاندیدان وي.

داسې ښکاري چې ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ لپاره د جمهوري غوښتونکو له خوا کاندیدو ته نژدې شوی دی.

هغه پرون په انډیانا ایالت کې ستر بری وګاټه چې مهم رقیب یې دې ته اړ شو چې د سیالۍ له دوامه لاس واخلي.

سناتور ټېډ کروز په دغه ایالت کې له خپلې ماتې وروسته اعلان وکړ چې له خپلې کاندیدۍ تیریږي.

ښاغلي ټېډ کروز زیاته کړه:

"له پیله ما ویلي و چې زه به پردې لاره تر هغو وړاندې لاړ شم چې د بریالیتوب چانس وي. نن په خواشینۍ سره باید ووایم چې داسې ښکاري چې دغه لاره بنده ده."

سناتور ټېډ کروز په دغه ایالت کې له خپلې ماتې وروسته اعلان وکړ چې له خپلې کاندیدۍ تیریږي.
سناتور ټېډ کروز په دغه ایالت کې له خپلې ماتې وروسته اعلان وکړ چې له خپلې کاندیدۍ تیریږي.

کروزته ډېرو هغو جمهوري غوښتونکو چې د ټرمپ مخالف دي، سترګې اړولې وې چې هغه به وکولای شي د ټرمپ مخه ونیسي.

د کروز له انصراف وروسته د جمهوري غوښتونکو د ګوند مشررینز پریبیوس په ټویټر پاڼه کې اعلان وکړ چې ټرمپ به احتمالي کاندید وي او پر ټولو نورو جمهوري غوښتونکو یې غږ وکړ چې یو موټی شي او د هیلري کلینټن په ماتولو تمرکز وکړي.

په ډموکراټانو کې هم دا مسئله تقریباً یقیني شوې چې کلینټن به د خپل ګوند کاندیدي وګټي که څه هم د هغې رقیب سناتور بیرني ساندرز په انډیانا کې پر هغې بریالی شوی دی.

کلینټن د هغو ټاکلو رایو چې دا یې د خپل ګوند له خوا کاندیدو ته اړتیا لري، تراوسه په سلو کې ۹۲ ګټلي دي.

ډموکرات ګوند به په جولای میاشت کې په لویه غونډه کې د ولسمشرۍ لپاره خپل کاندید اعلان کړي.

ټرمپ په نیویارک کې د خپلې بریا په مناسبت غونډه کې وویل چې موږ به هیلري کلنېټن ته ماته ورکړو
ټرمپ په نیویارک کې د خپلې بریا په مناسبت غونډه کې وویل چې موږ به هیلري کلنېټن ته ماته ورکړو

ټرمپ چې د بهرني سیاست په اړه نظریاتو یې په یو شمېر هېوادونو کې د خطر زنګ وهلی، سپینۍ ماڼۍ ته د رسېدو په لاره کې یو خنډ، کلینټن ګڼي.

ټرمپ په نیویارک کې د خپلې بریا په مناسبت غونډه کې وویل چې موږ به هیلري کلنېټن ته ماته ورکړو او موږ به د نومبر انتخابات وګټو.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه:

"هغه څه چې زموږ هېواد ورته اړتیا لري، باید بیا یې وګټو، باید پوه شو چې څه ډول ګټل کیږي. موږ نه دي ګټلي. موږ تل بایللې، له پوځي پلوه مو بایللې، اسلامي دولت ډلې ته ماته نه شو ورکولای، سوداګري موبایللې، پولې مو بایللي، هرڅه مو بایللي. موږ به یې بیا ونه بایلو، موږ به یې بیا وګټو او بریالیتوب به هم ستر وي."

ټرمپ چې هیڅکله یې دولتي دنده نه ده ترسره کړې، وویل، امریکا به بیا اوله شي.

په انډیانا کې د جمهوري غوښتونکو ۵۷ استازیو د ډیرې برخې رایې له ګټلو وروسته ټرمپ ۱۰۴۷ رایي ترلاسه کړي دي.

نوموړی ۱۲۳۷ رایو ته اړتیا لري چې په جولای میاشت کې د خپل ګوند په لویه غونډه کې یې د ولسمشرۍ لپاره کاندیدي یقیني شي.

XS
SM
MD
LG