د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

د ښځو له جنسي ځورونې سره د مبارزې په هدف یو ویب سایټ جوړ شو


د ښځو او ماشومانو د حقونو څېړنیز بنسټ، له ښځو سره د زور زیاتي پر ضد د مبارزې په نیت، خپل لومړی ویب سایټ پرانیست.

یاد بنسټ وايي، د دې ویب ساټ فعالیت چې د " نقشهء ترس" په نامه یادېږي، د ښځو او نجونو پروړاندې به د زورزیاتي پېښې کمې کړي.

د دې بنسټ غړو د سې شنبې په ورځ په کابل کې د نقشه ء ترس د ویب سایټ د پرانیستو پرمهال وویل، د هیواد ټولې ښځې او نجونې چې انټرنټ ته لاسرسی لري، کولی شي چې خپلې ستونزې د همدې ویب سایټ له لارې له دوې سره شریکې کړي.

د دغه بنسټ د جنسي زورزیاتي پر ضد د کمېټې غړې شهلا فرید د دغه ویب سایټ هدفونه داسې بیان کړل:

"دا ویب سایټ چې د نقشه ترس په نوم یادېږي، د جنسي ځورونو هغه قربانیا ن چې له رواني پلوه د تحصیل او او کار چاپيریال پرېږدي او د یوې قربانې شوې په نوم نومول کېږي، د ا ویب سایټ ورته یو مناسب ځای وي څو خپلې ستونزې له موږ سره شریکې کړي، موږ ورسره د همدغه ویب له لارې مرستې کولی شو."

مېرمن فرید وايي، په دې وروستیو کې د هېواد په ډېرو سیمو کې له ښځو او نجونو سره د زورزیاتي پېښې زیاتې شوي او پکار ده چې پرضد يې مبارزه وشي.

د ښځو او ماشومانو د حقونود څېړنیز بنسټ د معلوماتو له مخې، اوسمهال په ټولنه کې ۹۳ فیصده ښځې او نجونې له جنسي ځورونو سره مخ دي او ۸۹ فیصده یې په روزنیز چاپيریال کې له ورته ستونزو سره مخ کېږي.

دا بنسټ دا هم وايي، ۸۷ سلنه ښځې او نجونې په کاري چاپیریال کې، له جنسي ځورونو څخه کړېږي.

په ورته وخت کې د یاد بنسټ رئیسه زرقا یفتلي وايي، د نقشه ء ترس د ویب سایټ له لارې ښځو او نجونو ته دا روزنه هم ورکول کېږي چې څنګه له ځانه د فاع وکړي.

نوموړې زیاته کړه:

"کله چې یوه نجلۍ یا ښځه له جنسي ځورونې سره مخ کېږي، په رواني لحاظ زیان مومي، موږ له ځان څخه د دفاع ټولګي لرو چې دا ټولګي په ان لاین توګه دي، موږ په دې برخه کې مشاورین لرو او نجونو او ښځو ته د ځان د دفاع مشورې ورکوي، دا مشاورین په دې برخه کې ښځې او نجونې روزي."

د ښځو او ماشومانو د حقونو څېړنیز بنسټ وايي، له ښځو سره اوږه لګول، په غېږ کې نیول، غږ کول او شپیلی وهل، لاره نیول، ځیرکېدل، په ټلیفون او فیسبوک کې د نجونو او ښځو ځورول او داسې نور هغه موارد دي چې ښځې او نجونې پرې ځورول کېږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG