د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

په افغانستان کې د بې سوادۍ له منځه وړلو لپاره تفاهم لاسلیک شو


د افغانستان د پوهنې او حج او اوقافو وزارتونو تر منځ د بې سوادۍ د له منځه وړلو په برخه کې د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو.

د دغه تفاهم لیک له مخې د حج او اوقافو وزارت به د دیني عالمانو په مرسته د زده کړې په برخه کې د خلکو د پوهې په لوړولو کې د پوهنې له وزارت سره مرسته وکړي.

د افغانستان د پوهنې وزیر وایي چې په روان کال کې به د پلان له مخې د سواد د زده کړې په څه باندي ۱۶ زره کورسونو کې شپږ لکه کسان وروزل شي.

د پوهنې وزیر اسد الله حنیف بلخي د سې شنبې په ورځ د دغه تفاهم د لاسلیکولو پر مهال وویل چې د زړه کړې دا کوروسونه به په ټول افغانستان کې فعالیت وکړي.

نوموړي همدا راز وویل چې د دغه تفاهم لیک له مخې به د حج او اوقافو وزارت د دیني عالمانو په مرسته د اسلام له نظره د زده کړې په اړه د خلکو د عامه پوهاوي په لوړولو کې د پوهنې له وزارت سره مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه:

"د حج او اوقافو وزارت سره دا تفاهم لیک لاسلیکېږي تر څو له دې لارې د ملا امامانو او تکیه خانو په مرستو د خلکو با سواده کولو ته کوښښ وکړي."

ښاغلي بلخي وویل، د پوهنې وزارت د سواد د زده کړې د ملي ستراتیژۍ له مخې د زده کړې د پلان د جوړولو، د درسي توکو د برابرولو، له دغه پروګرام څخه د څارنې او د استخدام شویو ملا امامانو د تنخواګانو د ورکولو مکلفیت لري.

نوموړي دا هم وویل چې د بې سوادۍ د له منځه وړلو تفاهم لیک د یونسکو د سازمان، جایکا موسسې، په کابل کې د جاپان، فنلنډ، سویډن او ځینو نورو سفارتونو له خوا تمویلېږي.

د افغانستان د پوهنې وزارت مسؤلین د سواد د کچې د لوړولو په برخه کې د دیني عالمانو رول مهم بولي او وایي چې عالمان باید د جوماتونو له لارې د زده کړې د اهمیت په اړه خلکو ته تبلیغ وکړي.

په همدې حال کې د افغانستان د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني د بې سوادۍ د له منځه وړلو لپاره ددغه وزارت د همکارۍ ډاډ ورکوي.

نوموړي زیاته کړه:

"هغه کلي چې ښوونځي نه لري او ښایې زموږ ډېرې خویندي ستونزې ولري، خو د پوهنې وزارت په پام کې لري چې په ټول افغانستان کې زده کړه د خلکو تر دروازو و رسوي او په دې برخه کې د حج او اوقافو وزارت ان شاءالله د پوهنې له وزارت سره همکاره دی."

د افغانستان د پوهنې وزیر له دیني عالمانو، خلکو او رسنیو غواړي چې له حکومت سره د بې سوادۍ د پدېدې په له منځه وړلو کې مرسته وکړي او خپله ملي وجیبه پر ځای کړي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG