د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

په افغانستان کې د خصوصي ښوونځیو د ملاتړ پروګرام پیل شو


د امریکا پراختیايي ادارې یا "یو اس اې آی ډي" د خصوصي ښوونځیو د ملاتړ په هدف یوه پروګرام پیل کړ.

د کابل د پوهنې ریاست چارواکو د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې له دغې برنامې څخه په استفادې به هڅه وکړي څو خصوصي ښوونځیو ته وړې قرضې برابرې کړي.

په ورستیو څو کلونو کې خصوصي ښوونځیو په ښارونو او ځینو ولایتونو کې د خلکو پام ځان ته اړولی خو اوس داسې هڅې کېږي چې د نړیوالو بنسټونو په مرسته ددغه ښوونځیو فعالیت لا معیاري شي.

د امریکا پراختیايي ادارې یا " یو اس اې آی ډي" غواړي د "فایدې" پروژې له لارې له د خصوصي ښوونځیو د معیاري کېدو زمینه برابره کړي.

د یو اس اې آی ډي د لوستلو د مهاروتونو د پروژې مشره مېرمن نانسي پارکس د یکشنبې په ورځ د دغه پروګرام د پیلېدو پر مهال وویل چې له خصوصي ښوونځیو سره مرسته کولای شي په افغانستان کې پر دولتي ښوونځیو فشار راکم کړي:

"دا د پام وړ خبره ده چې د خلکو له اقتصاد سره سم د خصوصي ښوونځیو په تعلیمي نظام کې مثبت تغیرات نه یوازې په ښارونو بلکې په لرو پرتو سیمو کې هم مثبتې پایلې لرلی شي، دولتي ښوونځي دا مهال د متعلمینو جذب او هغوي ته د معیاري زده کړو له ورکړې عاجزه دي خو خصوصي ښوونځي کولای شي په دې برخه کې یو څه فشار له دولتي ښوونځيو راکم کړي."

د مېرمن نانسي په خبره دا مهال په زرګونو ماشومان او تنکي ځوانان په افغانستان کې د دولتي ښوونځیو ترڅنګ په خصوصي ښوونځیو کې په زده کړو بوخت دي.

په همدې حال کې د کابل د پوهنې رئیس محمد سعید منصور له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دا ډول برنامې کولای شي چې په کابل او نورو ولایتونو کې د خصوصي ښوونځیو د پرمختګ په برخه کې ګټورې تمامې شي.

نوموړي وویل چې د پوهنې وزارت به هڅه وکړي څو د خصوصي ښوونځیو د معیاري کولو لپاره لازم شرایط برابر کړي:

"موږ باید خپل خصوصي ښوونځي تشویق او ترغیب کړو او د بېلابېلا لارو ورته مالي ملاتړ جذب کړو څو دوی خپل کیفت لوړ کړي او زموږ ښوونځي معیاري شي."

ښاغلی منصور وايي د خصوصي ښوونځیو په زیاتېدو به تر ډېره په دولتي ښوونځیو فشار راکم او په ښوونځيو کې به د درس کیفت ښه شي.

له بلې خوا د خصوصي ښوونځيو د ټولنې مشر محمد داود بابر ازادي راډیو ته وویل چې له دغه فرصته په استفادې به خصوصي ښوونځیو ته مالي مرستي جذب کړي:

"هر څومره چې د اقتصاد او په مالي برخه کې د ښوونځیو ملاتړ وشي د ښوونځیو د کیفت په چارو مثبت اغیز کوي او خصوصي ښوونځي له دغې قرضیې په استفادې کولای شي د کیفت ، رغونې او درسې موادو لپاره استفاده وکړي."

د ښاغلي بابر په خبره دا مهال په هېواد کې د زرګونو دولتي ښوونځيو ترڅنګ یو زر او درې سوه خصوصي ښوونځي فعالیت کوي.

د امریکا پراختیایي اداره په داسې حال کې د خصوصي ښوونځیو د ملاتړ په هدف دغه پروګرام پیلوي چې خلک تل د مسلکي ښوونکو او د زده کوونکو لپاره په ښوونځیو کې د زده کړې د مناسبې زمینې له نه موجودیته شکایت کوي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG