د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۰

د ماشوم اباسین ځاځي د وژنې په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د سړي تښتونکو له خوا د ماشوم اباسین ځاځي د تښتونې او وژنې په تړاو یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپل یو مطلب کې د اباسین د پلار حاجي عبدالغیور له قوله لیکلي چې د زوی قاتلین یې باید اعدام شي.

ویسا لیکلي چې د اباسین پلار پرون یوې خبري غونډې ته وویل چې ولسمشر او اجراییه ریس له ده سره په تیلیفوني خبرو کې ژمنه کړې چې د ماشوم زوی وژونکي به یې علني اعدام شي او پکار ده چې د حکومت مشران خپلې دې خبرې ته د عمل جامه ور واغوندي.

هېواد:

هېواد خپلواکې ورځپانې بیا په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي چې د مدني ټولنو د همغږۍ د مرکز مسوولینو د دولت له درې ګونو قواو مسولینو ته خبرداری ورکړی چې د دغه دوسیې په برخه کې د محکمو په پرېکړه کې له لاس وهنې ډډه وکړي.

په مطلب کې راغلي د مدني تولنو د همغږۍ د مرکز مسوولینو ادعا کړې چې په بېلابېلو ولایتونو کې ۳۰۰ ماشومانو د سړي تښتونکو په منګولو کې دي، دغه مرکز د یادو ماشومانو د ژغورنې په برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

هېواد په خپل دغه مطلب کې وړاندې د مدني ټولنو د همغږۍ د مرکز د ریس خانزمان امر خیل په حواله لیکلي چې هره شېبه دا امکان شته چې دغه ماشومان د اباسین له برخلیک سره مخ شي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي، کیسه ګرمه ده، حکومت محبور دی د دنیا له شرمه د خلکو له ډاره او د ولس د ارامۍ لپاره یو څه ووايي او خپل قاطیعت په الفاظو کې ښکاره کړي، خو اوس چې قاتلین نیول شوي کیسه ورو ورو سړیېږي او بې خونده کېږي.

په مطلب کې راغلي د حکومت او محاکمو د قاطعیت کمۍ ته په پام داسې اټکل کېږي چې که د ولسمشر ځانګړې توجه نه وي نو د اباسین قاتلین به بیا ازاد شي، په ښار کې به د اباسین د کورنۍ او پلار په شمول په لسګونه خلک تهدید او ترور کړي او بیا به حکومت د بلې ورته پېښې په سر همداسې جدي قلقلې وکړي.

XS
SM
MD
LG