د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

افغان چارواکي: د کندهار لپاره د طالبانو نومول شوی والي وژل شوی


افغان امنیتي چارواکي وايي چې د کندهار لپاره د طالبانو نومول شوی والي او مرستيال د ۴۵ نورو وسله والو سره یوځای وژل شوی.

د چارواکو په وینا دغه کسان تېره ورځ د کندهار ارزګان پر لویه لار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی.

د کندهار امنتي مسوولين وايې چې د کندهار لپاره د طالبانو والي مولوي حيات الله مشهوره په حاجي لالا او د هغه مرستيال مولوي احمد شا همت مشهوره په ارماني تېره ورځ د يوې درنې جګړې په ترڅ کې وژل شوی دی.

د کندهار د امنيه قومندانۍ وياند ضيا درانى وايې چې افغان امنيتي ځواکونو د کندهار ارزګان د لويې لارې پر سر د دې لارې د خلاصولو په هدف چاڼيز او تصفيوي عمليات پيل کړي دي.

دى وايي چې تېره ورځ سهار لس بجې د يادې لارې پر سر په کټه سنګ سيمه کې د وسله والو طالبانو سره درنه جګړه پيل شوه چې ور سره سم په دې جګړه کې ۴۵ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

هغه وايي چې دغه جګړې چې د مازيګر تر څلورو بجو پورې دوام وکړ همدا راز د طالبانو والي او مرستيال په دې جګړه کې برخه لرله چې بالاخره د امنتي ځواکونو په ډزو کې ووژل شول.

ضيا درانى وايي چې په دې جګړه کې افغان ځواکونو او ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې:

"زموږ د انیجنرۍ ټیم تیره ورځ د ارزګان او کندهار د لويې لارې د خلاصون لپاره چاڼیز عملیات کول چې د طالبانو د حملې سره مخ شول، زموږ ځواکونو پر طالبانو حجوم ور وړ او په دې توګه د طالبانو له خوا د کندهار لپاره تش په نوم والي، د هغه مرستیال او پنځه څلویښت وسله وال ووژل شول."

د کندهار ارزګان لويه لاره د تېرو څو ورځو را په دې خوا د ترافيکو پر مخ تړلې ده چې له امله يې په اروزګان کې د خوراکي او غير خوراکي توکو په بيو کې لوړوالى راغلى دى.

تر اوسه پورې وسله والو طالبانو د خپل والي او مرستيال والي د وژنو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

راپور : محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG