د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۴

"چين او پاکستان د افغان سولې او ثبات لپاره ګډ کار کوي"


چين او پاکستان اتفاق کړى چې په افغانستان کې به د سولې او ثبات لپاره له افغان حکومت سره يوځاى ګډ کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د خارجه چارو سلاکار سرتاج عزیز د اسيايي ملکونو ترمنځ د اعتماد جوړونې او زیاتونې په نامه په یوه کنفرانس کې د ګډون لپاره چین ته تللی و چې د نورو مسایلو ترڅنګ يې په کې د افغانستان په روانو حالاتو هم خبرې کړي دي.

د خارجه چارو وزارت د شنبې په شپه ناوخته په يوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د خارجه چارو سلاکار سرتاج عزيز او د چين د بهرنيو چارو زير وانګ ژي توافق کړى چې په افغانستان کې به د سولې او ثبات لپاره ګډ کار کوي.

خبرپاڼه په دې اړه وايي چې ښاغلي عزيز له وانګ ژي سره د ليدنې پر مهال په دوه اړخيزو اړيکو سربېره د سيمې او نړۍ په مساېلو هم خبرې کړي او کاږي:

عزيز او د چين د بهرنيو چارو زير ویلي چې د افغان سولې او ثبات لپاره ګډ کار کوي.
عزيز او د چين د بهرنيو چارو زير ویلي چې د افغان سولې او ثبات لپاره ګډ کار کوي.

"د پاکستان او چين چارواکو په دوه اړخيزو او نړېوالو مساېلو خبرې کړي او دواړه خواوو په دې خبره اتفاق کړی چې افغانستان کې به دامن او ثبات لپاره له افغان حکومت سره په ګډه کار کول جاري ساتي."

ښاغلي عزيز او وانګ ژي همداراز په افغانستان کې د سولې د بهير په لړ کې د امريکا، چين، پاکستان او افغانستان د جوړې شوې کومېټې پر اهميت هم خبرې کړي دي.

چین او پاکستان د هغې څلور اخیزې غونډې برخه دي چې د افغانانو په مشرۍ د سولې د هلو ځلو د ملاتړ او هڅو لپاره د تېر کال په دسمبر کې په اسلام اباد کې د پاکستان په کوربه توب د افغانستان په اړه د ايشيا زړه کنفرانس کې جوړه شوه چې تر دې دمه يې څلور غونډې شوي دي.

د پاکستان او چين د چارواکو له خوا د افغانستان د سولې له پروسې سره د مرستې خبره په داسې وخت کې منځه ته راځي چې په کابل کې د طالبانو تر یوه خونړي برید وروسته افغان ولسمشر د افغانستان پارلمان ته په خپلو خبرو کې وویل:

"له پاکستان نه دا تمه نه لري چې طالبان دې له افغان حکومت سره د خبرو ته کېنوي."

نوموړي همداراز پر پاکستان غږ وکړ چې خپلې هغه ژمنې دې عملې کړي چې په څلور اړخیزې غونډې کې یې کړې وې او ویلي وو چې په خپله خاوره کې به د هغو طالبانو په ضد ګامونه اخلي چې د سولې خبرې نه مني.

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د ښاغلي غني خبرو په ځواب کې وويل چې د مذاکراتو مېز ته د طالبانو راوستل يوازې د هغوی کار نه دی او دا چې اسلام اباد به په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره خپلې هلې ځلې روانې ساتي.

د يادونې وړده چې په دې وروستيو کې اسلام اباد ته په قطر کې د افغان طالبانو د سياسي دفتر د يو جګپوړي پلاوي د راتلو خبرونه هم ورکړل شوي وو چې تر دې دمه يې د راتلو او هدف په اړه حکومت رسماً څه نه دي ويلي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG