د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۳

پاکستان د هغو افغانانو ثبت نام پيلوي چې د اوسېدو اسناد نه لري


د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې پاکستاني چارواکو ورسره ژمنه کړې چې په راتلونکو درې اونیو کې به د هغو افغان کډوالو د ثبت نام بهیر پيلوي چې په دغه هېواد کې د اوسېدنې اسناد نه لري.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل پاکستان دغه ژمنه د افغانستان د کډوالو له وزیر سره دغه هېواد ته د سفر پرمهال کړې ده.

په داسې حال کې چې راپورونه وايي پاکستان تصمیم لري چې د تورخم دروازه د هغو افغان کډوالو پرمخ وتړلي چې له قانوني اسنادو پرته په دغه لاره تګ راتګ کوي، خو افغان چارواکي وايي چې پاکستان ورسره تازه ژمنه کړې چې دغه هېواد کې د غیر قانوني اوسېدونکو افغانانو د ثبت نام لړۍ به پيلوي.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل پاکستان دغه ژمنه د افغانستان د کډوالو له وزیر سره دغه هېواد ته د سفر پرمهال کړې ده.

د کډوالو او راستنېدونکو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل
د کډوالو او راستنېدونکو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل

ښاغلي میاخېل زیاته کړه:

"موږ مخکې په کابل کې د پاکستان له حکومت سره تفاهم کړی و چې افغان کډوال به راجسټر کوي، خو د سیاسي مسایلو پر اساس دغه راجسټریشن پيل نه شو، کله چې د افغانستان د کډوالو وزیر دغه هېواد ته سفر وکړ، پاکستاني چارواکو ژمنه وکړه چې تر راتلونکو دریو اوونیو به د ټولو هغو افغان کډوالو ثبت نام بهیر پيلوي چې په پاکستان کې د اوسېدنې قانوني اسناد نه لري."

د ښاغلي میاخېل په وینا دا ژمنه د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز له خوا شوې ده او یو شمېر و نور پاکستاني چارواکو د افغانستان د کډوالو چارو وزیر سره په دغه هېود کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل دهمکارۍ وعدې هم کړې دي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو وزارت د معلوماتو په اساس سید حسین عالمي بلخي د پاکستاني چارواکو په بلنه د سې شنبې په ورځ په یوه درې ورځني سفر پاکستان ته تللی دی.

حفیظ احمد میاخېل وايي ښاغلي بلخي له پاکستاني چارواکو سره په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدونې د کارتونو په دوه کلني تمدید هم خبرې کړې دي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو وزارت د معلوماتو له مخې د امهال په پاکستان کې شاه خوا درې میلیونه افغان کډوال اوسیږي چې یونیم میلیون یې د اوسېدنې قانوني اسناد لري.

په ورته وخت کې یوشمېر افغان کارپوهان په پاکستان کې افغانانو ته د قانوني اوسېدنې د کارتونو د ویش مسله مهمه بولي او ټینګار کوي چې په دې سره به په دې هېواد کې افغانان د کډوالۍ له حقونو برخمن شي.

د حقوقي مسایلو کارپوه کبیر رنجبر په دې اړه وايي:

"که چېرې دوی راجسټرکېږي او د پېژندنې کارتونه پيدا کوي، دوی کولای شي په قانوني ډول کارونه پیدا کوي او له هر پلوه یې د پاکستان په خاوره کې ژوند قانوني بڼه پیدا کوي."

د حقوقي چارو کارپوه کبیر رنجبر
د حقوقي چارو کارپوه کبیر رنجبر

پاکستان افغان کډوالو ته په خپله خاوره کې د قانوني اوسېدنې د کارتونو لړۍ په داسې حال کې پيلوي چې د راپورونو له مخې افغانان په دې دغه هېواد کې له بېلابېلو ستونز سره مخ دي.

که څه هم لیدل کیږي ډېری افغانان د پاکستان په ژمنو کم باور کوي، خو وبه لیدل شي چې د دغه هېواد چارواکي له افغان حکومت سره د کډوالو د ستونزو د حل په برخه کې په خپلو تازه ژمنو څومره عمل کوي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG