د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

ایټالیا له افغانستان ۱۸۵ میلیونو یورو مرسته کوي


ایټالیا د ۱۸۵ میلیونه یورو په ارزښت له افغانستان سره د مرستو درې هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

دغه هوکړه لیکونه د سې شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان او ایټالیا د بهرنیو چارو وزیرانو له خوا لاسلیک شول.

د هرات د چشت شریف د سړک بیا رغاونه، په دغه ولایت کې د کلیوالو لارو جوړول او په فرهنګې چارو کې همکارۍ له افغانستان سره د ایټالیا د تازه مرستو اساسي برخې جوړوي.

د دغو مرستو هوکړه لیکونه د سې شنبې په ورځ کابل ته د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر پاولو جینټيلوني "Paolo Gentiloni"له راتلو سره لاسلیک شول.

ښاغلي جینټیلوني وویل چې هېواد یې په افغانستان کې په ځانګړې توکه هرات کې له بنسټيزو اقتصادي پروژو سره مرستو ته ژمن دی.

هغه زیاته کړه:

"زما په نظر د هرات د چشت شریف سړک د بیا رغاونې او د دغه ولایت د کلیوالو سړکونو د جوړولو تمویل او دغه راز د مشهد او هرات ترمنځ د ریل ګاډې پټلۍ له جوړولو څخه د ایټالیا ملاتړ ډیر مهم دی."

د نوموړي په وینا، له مرستو شویو پيسو څخه به ۹۲ میلیونه یورو د چشت شریف سړک په بیا رغاونې او ۲۸ میلیونه یورو هم د کلیوالو لارو د ملي پروګرام په برخو کې و لګېږي.

د دې تر څنګ د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر موافقه وکړه چې د هرات ولایت او د ایران د مشهد ښار تر منځ د اورګاډې د پټلۍ پر جوړېدو به ۶۵ میلیونه یورو وړیا پیسې و لګوي او د همدې پروژې لپاره به افغانستان ته د اوږد مهال لپاره ۱۵۰ میلیونه یورو اضافه پور ورکړي.

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د ایټالیا له بهرنیو چارووزیر سره د سې شنبې په ورځ په ګډه خبري غونډه کې هیله څرګنده کړه چې دغه هېواد به د وارسا او بروکسل په غونډو کې هم له افغانستان سره تازه مرستې اعلان کړ:

نوموړي زیاته کړه:

"د ایټالیا جمهوریت د افغانستان په بیارغاونه کې پیاوړی رول لوبولی دی، هیله ده له ۲۰۱۷ کال څخه وروسته د افغانستان اړتیاوو ته په کتو د بروکسل او وارسا په غونډه کې هم د ایټالیا تازه مرستې و لرو."

ایټالیا په تیرو پنځلسو کلونو کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې ۸۵۰ میلیونه یورو مرستې کړي دي.

دغه هېواد همدا رنګه د ایساف په چوکاټ کې د افغانستان په لوېدیځ کې پوځي ماموریت تر سره کړی او د همدې ماموریت پر مهال یې ۴۸ سرتېري وژل شوي دي.

ایټالیا همدا رنګه په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت غړی هېواد دی.

XS
SM
MD
LG