د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۹

د کابل نننۍ انتحاري حمله کې ۳۰ تنه وژل شوي او ۳۲۰ نور ټپیان دي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تاییدوي چې د کابل ښار په نننۍ انتحارې حملې کی ۳۰ تنه وژل شوی او نږدې ۳۲۰نور ټپیان دي.

د کورنیو او دفاع وزارتونو ویاندویانو د سې شنبې په ورځ د یوې خبرې ناستې پر مهال وویل چې د دې پېښې په اړوند د امنیتي ارګانونو څېړنې روانې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په کابل ښار کې د نن سې شنبې ورځې د انتحارې حملې په مخنیوي کې ځیني نیمګړتیاوې مني خو ډاډ ورکوي چې په راتلونکي کې به دا ډول حملې ونشي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي د سې شنبې په ورځ د دفاع وزارت له ویاند سره په ګډه خبرې غونډه کې وویل چې دا حمله د یوه موټر په وسیله شوې چې په کي سلګونه کیلو ګرامه انفجاري مواد ځای پرځای شوي وو.

​هغه زیاته کړه:

"په خواشینۍ سره کومه پېښه چې نن په کابل کې وشوه، موږ منو چې یوشمېر تشې موجودې وي، دا ډېر ژر دی چې تاسې ته وویم چې دا پېښه څنګه رامنځ ته شوې ده، دا پېښه باید وڅېړل شي، موږ له هغو ادارو چې د څېړنې په برخه کې ډېر ظرفیتونه لري ګمارل شوي او په دې برخه کې څېړنې کېږي."

ښاغلي صدیقي وویل چې په دې حملې کې ۳۰ کسان وژل شوي او نږدې ۳۲۰ نور ټپیان شوي دي.

دغه انتحارې حمله نن سهار د لومړۍ حوزې اړوند د پل محمود خان په سیمه کې د رجال برجسته د ساتنې پر ریاست وشوه.

د کورنیو چارو وزارت وایي چې دا حمله د دوو حمله کوونکو لخوا شوې چې یوه یې موټر ته چاودنه ورکړې او بل یې له چاودنې وروسته د افغان ځواکونو سره په نښته کی ووژل شو.

دغه وزارت وایي چې یو شمېر کسان له وسله والو سره همکاري کوي خو دا ردوي چې دا همکاري به د نظام په داخل کې ترسره کېږي.

دا حمله په داسې حال کې کېږي چې د تېرې سې شنبې په ورځ وسله والو طالبانو د عمري په نوم عملیات پیل کړل او په بېلا بېلو برخوکې یې حملې ترسره کړې.

په همدې حال کې د افغانستان د دفاع وزرات ویاند جنرال دولت وزیري وایي چې په دې حملې کې بهرني استخبارات لاس لري.

نوموړي زیاته کړه:

"هغه څوک چې دا ډول پېښې رامنځ ته کوي، هغوی د بهرنیو استخباراتو نوکران دي، هغوی د بهرنیو په لاس کې دي، کوټې شورا چېرته ده، د پېښور شورا چېرې ده، میرانشاه شورا چېرې ده، کله چې د سولې خبرې شي، هغوی بیا له کوم ځای نه الهام اخلي."

په عین حال کی د افغانستان جمهور رئیس او اجراییه رئیس دا حمله په سختوټکو سره غندلې ده.

عبدالله عبدالله د سیمې په ځای کې رسنیو ته وویل چې دغه حمله په پسرلنیو عملیاتو کې د طالبانو د ماتې لوی لامل دی او پکار ده چې افغان سیاسیون د افغانستان د دښمنانو په وړاندې په ګډه غږ وچت کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"په پسرلنیو عملیاتو کې افغان ځواکونو په مېړانه او اتلولۍ سره د دوی عملیات دفع کړل، ډېر تلفات یې درلودل چې نن یې په دغه انتحاري حملې سره وغوښتل غچ واخلي."

د دی حملی مسؤلیت وسله والو طالبانو منلی دی.

دې حملې د کابل ښار اوسېدونکي یوځل بیا سخت اندېښمن کړي،خو امنیتی مسؤلین ډاډ ورکوي چی دا ډول حملې به بیا تکرارې نشي او هغه امنیتي مسؤلین به مجازات شي چې د نننۍ حملې په مخنیوي کې یې بې پروایې کړي وي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG