د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

عبدالله د کابل نننۍ حمله د طالبانو د ماتې لوی لامل وباله


د افغان حکومت اجراییه رئیس د وسله والو طالبانو له خوا د کابل په پل محمود خان سیمه کې د سې شنبې د ورځې په پسرلنیو عملیاتو کې د طالبانو د ماتې لوی لامل بولي وايي چې پکار ده افغان سیاسیون د افغانستان د دښمنانو په وړاندې په ګډه غږ وچت کړي.
د کابل د امینې قوماندانۍ ویلي چې په دغه انتحاري حمله کې ۲۸ کسان وژل شوي او ۱۸۳ نور ټپیان دي.

د افغان حکومت اجراییه رئیس عبدالله عبدالله د انتحاري حملې سیمې څخه له نږدې لیدنه وکړه او د د پېښې د غندلو تر څنګ یې د قربانیانو له کورنیو سره غمرازي ښکاره کړه.

عبدالله عبدالله د سیمې په ځای کې رسنیو ته وویل چې دغه حمله په پسرلنیو عملیاتو کې د طالبانو د ماتې لوی لامل دی او پکار ده چې افغان سیاسیون د افغانستان د دښمنانو په وړاندې په ګډه غږ وچت کړي.

عبدالله عبدالله د پېښې د غندلو تر څنګ یې د قربانیانو له کورنیو سره غمرازي ښکاره کړه
عبدالله عبدالله د پېښې د غندلو تر څنګ یې د قربانیانو له کورنیو سره غمرازي ښکاره کړه

"په پسرلنیو عملیاتو کې افغان ځواکونو په میړانه او اتلولۍ سره د دوی عملیات دفع کړل، ډېر تلفات یې درلودل چې نن یې په دغه انتحاري حملې سره وغوښتل غچ واخلي."

ښاغلي عبدالله دغه حمله یو انساني ضد عمل او د افغانستان د دښمنانو کار وګاڼه.

د کابل امنیه قوماندان ویلي چې په دغه انتحاري حمله کې ۲۸ کسان وژل شوي او ۱۸۳ نور ټپیان دي.

امنیه قوماندان جنرال عبدالرحمان رحیمي د حملې په سیمه کې رسنیو ته ویلي چې په وژل شویو او ټپیانو کې نظامیان او ملکیان دواړه شامل دي.

دغه انتحاري حمله کې ۲۸ کسان وژل شوي او ۱۸۳ نور ټپیان دي.
دغه انتحاري حمله کې ۲۸ کسان وژل شوي او ۱۸۳ نور ټپیان دي.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه:

"نهه بجې کله چې یو انتحاري موټر بم انفجار کوي تر څنګ یې پوخي قرار ګاه هم وه چې دیوال یې نړېږي او په ټوله کې ۱۸۲ کسان ټپیان کېږي او ۲۸ کسان وژل کېږي چې په ټپیانو او وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي."

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت بیا د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي چې د حملې له سیمې څخه یواځې د کابل امبولانس په واسطه ۳۲۸ کسه تپیان او ۱۸ وژل شوي روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د پېښې په سیمه کې عیني شاهدان وايي چې حمله ډېره درنه وه او د چاودنې له غږ ډېری په خان نه دي پوه شوي، دوه تنو عیني شاهدانو ازادي راډیو ته وویل:

"پاینده محمد یم، انفجار چې وشو ناست وم چې یوار ګړمب شو، بیا په ځان نه یم پوه شوی او له چوکۍ راولوېدم، خو یو وخت چې په حال شوم کتل مې چې له پښې مې وینې روانې دي."

"چایو ته ناست و چې غږ شو، خاک باد شو ، خلکو ډېرې منډې وهلی خو موږ ته معلومه نشوه چې څومره کسان ووژل شول."

د یادونې ده چې په دغه انتحاري حمله کې د ټپیانو او وژل شویو کسانو شمېر لا ورستی شوی نه دی او امنیتي اراګانونو ویلي چې په دې اړه به تازه معلومات په خپل وخت له رسنیو سره شریک کړي.

د یادونې ده چې د ۲۰۱۶ میلادي کال له پيل راهیسې دا پنځمه حمله ده چې په کابل کې کېږي، خو په خپل نوعیت کې د دغو حملو په پرتله پياوړې ده.

له دې مخکې د مارچ په ۲۹مې د ۱۱مې حوزې اړوند یوه انتحاري حمله وشوه چې دوه کسان په کې ووژل شول او له لسو زیات ټپيان شول.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG