د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

ایسا د "کسب او کار ابتکار" په نوم مرکز پرانیست


ایسا یا د افغانستان د پانګې اچونې ملاتړې ادارې د " کسب و کار لپاره ابتکار" په نامه یو مرکز پرانیست.

د دې اداري مسؤلینو د دوشنبې په ورځ په کابل کې د یاد مرکز د پرانیستلو پرمهال وویل، په دې مرکز کې به هغه ځوانان راټول او فعالیت به پیل کړي چې د اقتصاد او تجارت د پراختیا لپاره نوي مفکورې او نوې طرحې ولري.

ایسا یا په افغانستان کې د پانګې اچونې ملاتړه اداره وايي، د هېواد د چټکې اقتصادي ودې او سوداګریزې پراخیتا لپاره پکار ده چې په دې برخه کې د هېواد مسلکي او مبتکر ځوانان وهڅول شي څو په خپلو تولیداتو، د هېواد له اقتصادي او تجارتي پراختیا سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې جمهوري ریاست د سوداګرۍ او صنایعو له وزارت سره د دغې ادارې مدغمېدو پرېکړه کړې ده.

د دې ادارې رئیس قربان حقجو دا خبره د دوشنبې په ورځ په کابل کې د

" کسب و کار لپاره ابتکار" په نامه د یو نوي مرکز د پرانیستو پرمهال وکړه.

ښاغلي حقجو وویل، هر هغه ځوان چې له اقتصاد او تجارت سره مینه لري، کولی شي چې خپلې طرحې او ابتکارات له دوی سره شریک کړي څو مشورتي، تخنیکی او مالي مرستې ورته جلب شي.

د ایسا ادارې رئیس محمد قربان حقجو
د ایسا ادارې رئیس محمد قربان حقجو

هغه زیاته کړه:

"ابتکار او خلاقیت چې د ورځې له اړتیاو سره سم وي، د ملي اقتصادې ودې د دوام ښکارندويي کوي، موږ دغو مبتکرو ځوانانو ته دا زمینه برابروو چې د دوی تولیدات او صنایع نشر او خلک پرې خبر کړو، دوی ته به په نندارتونونو او کنفرانسونو کې د ګډون حق ورکړو، مو د دوی د فکر د تجارتي کولو لپاره، له دوی سره مرسته کوو."

ښاغلي حقجو وویل، د دې مرکز د فعالیتونو لپاره ېې په سږنۍ بودجه کې ۵ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړي دي.

ښاغلي حقجو دا هم وویل، د هېواد اقتصادي وضعیت په ښه حالت کې نه دی.

هرکال شاوخوا څلور لکه نوي ځوانان مارکېټ ته راوځي خو د کار د نشتوالي له امله، د بېکارۍ له ستونزې سره مخ کېږي.

ده وویل، د دې ستونزې د کمولو لپاره دولت او خصوصی سکټور باید په ګډه سره، عمل وکړي.

د جوړې ناستې په ترڅ کې یو شمېر مبتکرو ځوانانو د دوی برښنایي صنایع نندارې ته ایښې وې.

په دې صنایعو کې برېښنايي دروازې، ترځمکې لاندې د فلزاتو د موندلو ماشینونه، لفتونه، د برېښنايي لوازمو د ترمیم ماشینونه او داسې نور تولیدات شامل وو.

د اقتصادي چارو کارپوه سیف الدین سیحون له ازادي رادیو سره په خبرو کې د مبتکرو ځوانانو لپاره د دې مرکز جوړېدل وستایل خو تا کید یې وکړ چې د تجارت په روان نړیوال رقابت کې افغان ځوانان په دې برخه کې د حکومت لازمو مرستو ته ضرورت لري:

"هغه ظرفیتونه او توانایي چې د افغانستان خلک یې په مختلفو برخو کې لري باید ملاتړ یې وشي، پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې ځوانان باید داسې وروزي چې په هېواد کې دننه او بهر کار ومومي، که د دې مرکز له فعالانو سره مرستې وشي، دوی کولی شي چې راتلونکې ته امیدواره وي."

پخوا تردې هم ځینو افغان ځوانانو په ډېرو ساده او لږو امکانانو برېښنايي دروازه ، موټر، الوتکه، واټر پمپ، د برېښنا د تولید وسایل او داسې نورڅه جوړ کړي دي.

راپور:خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG