د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۵

په کابل کې د هنر سالارانو د دیوالي انځورونو پیغام


تزئیني بڼه لري - آرشیف
تزئیني بڼه لري - آرشیف

د ارټ لارډ یا هنر سالار په نوم د دیوالي انځورونو او رسامۍ ډلې مسولین وايي، په کابل کې یې د غوڅ ملاتړ د ماموریت د ځواکونو په اډه کې د یوې ښځینه پولیسې د انځور له کاږلو هدف دا و چې نورې افغان ښځې هم دې برخې ته تشویق کړي.

د دغې ډلې مسوول امید شریفي وايي، دا ځای مو ځکه د دغه انځور لپاره غوره کړ چې د غوڅ ماموریت ځواکونه هم په یو ډول د افغانستان د امنیت په ساتلو کې د افغان ځواکونو په فعالیتونو کې ښکیل دي.

پر دیوال د یوې ښځینه پولیسې انځور په دې هدف چې نورې ښځې هم دې دندې زړه ښه کړي او د پولیسو یونېفورم ته درناوی زیات شي.

د ارټ لارډ یا هنرسالار په نوم د دیوالي انځورونو او رسامۍ ډلې د خپلو پخوانیو کارونو په دوام د دوشنبې په ورځ په کابل کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت د ځواکونو په اډه کې د یوې ښځینه پولیسې انځور په داسې حال کې رسم کړ چې له یو ماشوم سره مرسته کوي.

د دغې ډلې مسوول امید شریفي په دې اړه رسنیو ته وویل:

"دا د دې لپاره چې موږ وغوښتل نورې ښځې هم تشویق کړو چې د ملي پولیسو او ملي اردو لیکو ته راشي او خپلو وروڼو سره مرسته وکړي او دغه شان د خلکو او د ناټو د همکارانو ترمنځ یونېفورم ته کوم چې دغه ښځينه پولیسې اغوندي یو ډول درناوی پیدا شي."

دغې ډلې تردې دمخه هم د اداري فساد سره د مبارزې، د سپورټي اتلانو او د افغان امنیتي ځواکونو نه د ملاتړ په هدف شاوخوا ۳۰انځورونه د کابل په بېلابېلو سیمو کې پر دیوالونو رسم کړي او وايي چې ډېر ژر به خپل فعالیتونه د افغانستان ولایتونو ته هم وغځوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي د دا شان هڅو نه د هرکلي په ترڅ کې وايي ښه دی چې خلک په دې پوه شي چې د پولیسو په لیکو کې د ښځو ګډون یو اساسي اصل دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي:

"دا د هغو هڅو دوام دی چې د افغانستان په شان د یوې دودیزې ټولنې خلک په دې پوه شي چې د پولیسو په لیکو کې د ښځو ګډون یو اساسي اصل دی.خو دلته د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې هم زموږ همکاران باید په دې پوه شي چې په کومه برخو کې کولای شي له افغان پولیسو څخه ښه ملاتړ وکړي."

په ورته وخت کې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت ځواکونه هم په افغان امنیتي ځواکونو کې د ښځو په رول او وړتیا ټینګار لري.

چارلي کلیفلنډ
چارلي کلیفلنډ

په افغانستان کې د دغو ځواکونو ویاند چارلي کلیفلینډ وايي:

"کوم شی چې موږ او زموږ نړیوالو ملګرو ته ډېر مهم دی هغه د امنیت په برخه کې د ښځو رول دی، دوی دا وړتیا لري چې د هېواد خدمت وکړی او دوی کولای شي د امنیتي ځواکونو یوه برخه اووسي، ترڅو درک کړی چې امنیتي ځواکونه په څه حالت کې دي."

د یادونې ده چې نن سبا د پولیسو په لیکو کې د افغان ښځو شمېر له درې زرو اوښتی خو د کورنیو چارو وزارت وايي، دوی په خپلو لیکو کې پنځه زره ښځینه پولیسو ته اړتیا لري.

ویل کېږي که په دې برخه کې د رسنیو او ورته مدني ټولنو له خوا خلکو ته د عامه پوهاوی پروګرامونه لوړ شي لېرې نه ده چې دا شمېر هم ژر پوره شي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG