د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۲

"ډېر ژر به حکمتیار د سوله ییز سیاست یوه برخه وګرځي"


د افغانستان جمهوري ریاست هیله ښيي چې ډېر ژر به ګلبدین حکمتیار د افغانستان د سوله ییز سیاست یوه برخه وګرځي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه پال د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې په خبرو کې ښه پرمختګ شوی دی.

بل خوا یو شمېر افغان کارپوهان د سولې له بهیر سره د حکمتیار د یوځای کېدو د هرکلي ترڅنګ ټینګار کوي چې کابل ته د هغه راتګ به نور وسله والو مخالفان هم وهڅوي چې د سولې له بهیر سره یوځای شي.

جمهوري ریاست وايي چې د افغانستان د سولې عالي شورا او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د پلاوي ترمنځ د سولې په خبرو کې په زیاتو مواردو توافق شوی دی.

د ولسمشر محمد اشرف غني مرستیال ویاند دواخان مینه پال د دوشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه چې حکومت به ډېر ژر له حکمتیار سره د سولې توافق ته ورسیږي.

ښاغلی مینه پال وايي،حکومت به ډېر ژر له حکمتیار سره د سولې توافق ته ورسیږي.
ښاغلی مینه پال وايي،حکومت به ډېر ژر له حکمتیار سره د سولې توافق ته ورسیږي.

ښاغلي مینه پال زیاته کړه:

"له حکمتیار سره زموږ مذاکرات روان دي، دې مذاکراتو ښه پرمختګ کړی، موږ په دې هیله یو چې ډېر نږدې به حکمتیار راځي او د افغانستان د سوله ییز سیاست یوه برخه به ګرځي او دلته به ارام ژوند کوي."

څه باندې یوه میاشت وړاندې د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د سولې یو پلاوی کابل ته راغلی او په څو پړاونو کې یې د افغانستان د سولې له عالي شورا سره خبرې کړي چې اوس هم روانې دي.

جمهوري ریاست وايي، د امریکا او ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تورلسته د حکمتیار په ګډون د حزب اسلامي د نورو غړو ایستل، د حزب اسلامي د بندیانو ازادول او افغانستان ته د شمشتو کمپ انتقال د حزب اسلامي عمده غوښتنې دي.

ارګ وايي، د حزب اسلامي ځیني غوښتنې یې منلې او له تورلسته د دغه ګوند د غړو د ایستلو په اړه به له نړیوالې ټولنې سره هغه وخت پریکنده خبرې وکړي چې د حزب اسلامي ټول جنګیالي وسله پرځمکه کیږدي او د سولې له بهیر سره یوځای شي.

که څه هم په افغانستان د جنګي ماشین اصلي عوامل وسله وال طالبان بلل کیږي، خو د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې حزب اسلامي د جهاد په کلونو کې د افغانستان په سیاست کې پياوړی رول درلود او اوس هم د افغانستان په وضعیت خپل تاثیرات درلودلای شي.

د چارو کارپوه حاجي سید داود سوله ییز سیاست ته د حکمتیار راتګ مثبت اقدام بولي او وايي، د حکمتیار له راتګ سره به وسله وال طالبان هم زړه ښه کړي چې د سولې له بهیر سره یوځای شي.

د چارو کارپوه حاجي سید داود سوله ییز سیاست ته د حکمتیار راتګ مثبت اقدام بولي.
د چارو کارپوه حاجي سید داود سوله ییز سیاست ته د حکمتیار راتګ مثبت اقدام بولي.

ښاغلي داوود زیاته کړه:

"دا چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار کابل ته راځي او د اساسي قانون په چوکاټ کې خپل فعالیت پیلوي دا یو مثبت ګام دی، د اقدام د نورو وسله والو مخالفانو په لیکو زیات تاثیر کوي، له بل پلوه ولس ته ډاډه پيدا کیږي چې په اول ګام کې دوی راغلل، امکان لري چې شپږ میاشتې او یا یو کال وروسته له نورو سله والو ډلو سره هم روغه جوړه وشي."

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومومي د پوهنځي استاد ودیر ساپی هم وايي چې د سولې له بهیر سره د حکمتیار یوځای والی په اوږد مهال کې ګټور دی، خو په لنډه موده کې به په امنیتي وضعیت اغیز ونه کړي.

ښاغلی ساپی دا احتمال هم نه ردوي چې سیاست ته د ګلبدین حکمتیار راتګ ممکن د یو شمېر حکومتي کړېو له مخالفت سره مخ شي او دا به د ملي وحدت حکومت ستونزې نورې هم ډیرې کړي.

رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG