د فراه امنیتي چارواکي وایي چې په تېرو څو ورځو کې د دولت وسله والو مخالفینو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د فراه ولایت امنیه قوماندان توریالي عبدیاني چې تېره ورځ یې په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې وویل چې په تېرو درېیو ورځو کې کابو ۲۰۰۰ تنو د دولت وسله والو مخالفینو د فراه ولایت په پنځو ولسوالیو کې ستر بریدونه ترسره کړل، خو ټوله د افغان ځواکونو له خوا شنډ شوي دي.
د فراه د امنیه قوماندان په خبره په دغو ټولو جګړو کې کابو ۴۰ تنه د دولت وسله وال مخالفین وژل شوي او تر ۵۰ زیات ژوبل شوی دی.
د امنیه قوماندان په خبره پنځه تنه افغان سرتېری هم په دې جګړه کې وژل شوي دي.
له بلې خوا د فراه والي محمد اصف ننګ هم په دغه خبري ناسته کې د فراه ولایت خلګو ته ډاډ ورکړ چې په هر قیمت به د فراه د خاورې ساتنه کوي او هیڅ چا ته به اجازه نه ورکوي چې دلته خپلو اهدافو ته ورسېږي.
د فراه د والي په خبره که څه هم د دولت د وسله والو مخالفینو په دی وروستیو کې خپل تبلیغات زیات کړي خو خلګ باید په دی اړه اندېښنه ونه کړي.
که څه هم ویل کېږي اوس هم د فراه ولایت په بالابلوک او پشت رود ولسوالیو کي د دولت وسله وال مخالفین پراخ حضور لري خو د فراه امنیه قوماندان بیا وایي چې دم ګړۍ د فراه په هيڅ یوې سیمي کې جکړه نشته.
په همدې حال کي قارې یوسف احمدي چې ځان د دولت د وسله والو مخالفانو ویاند بولي رسنیو ته ویلي چې دوی په فراه ولایت کې په خپلو عمري عملیاتو کي ګن شمېر افغان سرتېري وژلي دي خو امنیتی چارواکي بیا دا ادعا نه مني.
په فراه ولایت کې په وروستیو ورځو کې د د دولت د وسله والو مخالفینو فعالیتونه ډېر شوي او خلګ یې اندېښمن کړي دي.
راپور: احمدشاه فطرت