د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۲

چراغ: کابل او د طالبانو نوی ګواښ


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډېره د طالبانو له خوا را پیدا شوو امنیتي ګواښونو او له حزب اسلامي سره د سولې خبرو ته ځانګړي کړي دي.

چراغ:

کابل او د طالبانو نوی ګواښ، دا د چراغ ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی.

په سرمقاله کې راغلي، طالبانو په داسې حال کې پسرلني عملیات پيل کړي چې حکومت له یوشمېر سیاسي ستونزو سره مخ دی.

د سرمقالې لیکوال ویلي، د ملي وحدت حکومت په پیل کې داسې انګېرل کېده چې د حکومت د مشرانو ترمنځ را پیدا شوي اختلافات به ژر هوار شي، خو د لیکوال په باور، ډېر اختلافات لا په ځای پاتې دي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې هم خپله سرمقاله امنیتي ګواښونو ته ځانګړې کړې او لیکلي دي چې افغان امنیتي ځواکونه په ټول هېواد کې د جګړې رهبري په لاس کې لري.

په سرمقاله کې راغلي، طالبانو له یوه پلوه پسرلني عملیات پيل کړي او بل لورته یوشمېر خلک لا هم هیله من دي چې له دغې ډلې سره به د سولې پیل شوې هڅې نتیجه ورکړي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، اوس چې طالبانو بیا په جګړې ټینګار کړی، د څلور اړخیزو غونډو ښکیل هېوادونه باید هغه ژمنه عملي کړي چې ویلې یې و، د جګړه خوښونکو په وړاندې به پوځي اقدام کوي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي چې امریکایي ځواکونو په افغانستان کې د داعش په وړاندې ۷۰ هوایي حملې کړي دي.

په مطلب کې د امریکا د پوځ د یوه جنرال په حواله لیکل شوي چې ویلې یې دي، ځواکونو یې د ۲۰۱۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې د تروریزم ضد سل حملې کړي چې د اویاوو هدف یې داعش و.

د مطلب لیکوال ویلي، د امنیتي تړون له مخې امریکایي ځواکونه یوازې په ځانګړو شرایطو کې هوایي حملې کولای شي، خو لیکوال ویلي، په جنوري میاشت کې امریکا خپلو ځواکونو ته اجازه ورکړه چې د داعش په وړاندې په افغانستان کې عملیات وکړي.

کابل پوسټ:

کابل پوسټ بیا له حزب اسلامي سره د سولې خبرو ته خپله سرمقاله ځانګړی کړی او لیکلي دي چې له حزب اسلامي سره د سولې خبرې ګټور ګام.

په سرمقاله کې راغلي، د سولې عالي شورا د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې په اړه دریمه غونډه کې پرمختګونه کړي دي.

په سرمقاله کې د سولې عالي شورا د مرستیال عبدالخبیر اوچقون په حواله لیکل شوي چې له حزب اسلامي سره د سولې په اړه پاته مسائل ډیر جدي نه دي او اصلي مسائل حل شوي دي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، په اوسنیو شرایطو کې چې په هېواد کې جګړه روانه ده، هر هغه اقدام ګټور دی چې د سولې پيغام په کې وي.

XS
SM
MD
LG