په استانبول کې د اسلامي هېوادود همکارۍ سازمان د سرمشریزي ګډون کونکو د تروریزم د ملاتړ او د نورو هېوادونو په چاروکې د لاسوهنې له امله د ایران غندنه وکړه.
دوی همدا راز د حزب الله ډله په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې د تروریستي فعالیتونو له امله وغندله.
د سرمشریزې ګډون کونکو د غونډې په پای کې پرون یوه ګډه اعلامیه خپره کړه چې په هغه کې ایران د بحرین، یمن، سوریې او سومالیا په ګډون د سیمې دهېوادونو په چارو کې په لاسوهنه تورن شوی او له تروریزمه د ملاتړ له امله غندل شوی دی.
د ایران ولسمشر حسن روحاني هم په استانبول کې سرمشریزي ته ورغلی و، خو د دې انتقاد له امله یې د سرمشریزې په وروستۍ غونډه کې له ګډونه ډډه وکړه.
ولسمشر روحاني به نن شنبې په انقره کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردغان سره وګوري.
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې چې د پنج شنبې اوجمعې په ورځو ترسره شوه ، دلږترلږه ۳۰ اسلامي دولتونو مشرانو برخه درلوده.
په اعلامیه کې د حزب الله وسله واله ډله په سوریه، بحرین، کویټ او یمن کې د تروریستي فعالیتونو او د هغو ډلو د ملاتړ له امله وغندل شوه چې د اسلامي هېوادونود همکارۍ سازمان د غړو امنیت یې له ګواښ سره مخامخ کړی دی.
د عربي هېوادونو ټولنې "عرب لیګ" د مارچ په میاشت کې حزب الله د تروریستي ډلو په لست کې شامله کړه.
تردې وړاندې، د خلیج هېوادونو دا ډله د بشارالاسد د ملاتړ له امله په تروریستي ګرپوټونو ګڼلې وه.
په استانبول کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د سرمشریزي لپاره شدید امنیتي تدابیر نیول شوي وو او شاوخوا سیمه امنیتي ځواکونو بنده کړې وه.
د کردي وسله والو د فعالیت او د اسلامی دولت داعش د حملو له امله په ترکیه کې امنیتي تدابیر شدید شوي دي.
په استانبول کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان سرمشریزه په وروستیو کلونو کې له ډېرو معتبرو غونډو ګڼل کېږي چې په دې ښار کې جوړه شوه.
په دې سرمشریزه کې د اسلامي هېوادونو یو شمېر معتبرو مشرانو لکه د اردن پاچا او د مصر ولسمشر ګډون نه درلود.
په مصر کې د اسلامپالي ولسمشر محمد مرسي له واکه لرې کېدو چې له انقرې سره یې نږدې روابط درلودل، د انقرې او قاهرې اړیکې ساړه کړل.
له عمان سره هم د ترکیې سیاسي روابط د سوریې د وضعیت په اړه د اختلاف له امله ښه نه دي.