د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۹

اوباما به راتلونکې اوونۍ سعودي ته سفر وکړي


په پام کې ده چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما راتلونکې اوونۍ سعودي عربستان ته سفر وکړي.

د دې سفر هدف د متحدو ایالاتو او سعودي عربستان د اړیکو چې د پخوا په پرتله کمزوري شوي، ښه کول بلل شوي دي.

امریکايي چارواکي له سعودي سره د امریکا اړیکي مهم بولي او وايي چې په تېر یوه کال کې د دواړو هېوادونه په اړیکو کې د پخوا په پرتله پرمختګ شوی.

که څه هم دا ریاض ته د ولسمشربارک اوباما څلورم سفر دی خو داسې ښکاري چې سعودي عربستان له ایران سره د موافقې او په ځینو عربي هېوادونو کې د غورځنګونو د ملاتړ له کبله د اوباما له ادارې څخه ناراضه دی.

ریاض او واشنګټن له اسلامي دولت ډلې سره د مبارزې په برخه کې ګډ کار کوي خو سعودي عربستان له اوباما څخه غواړي چې د بشاراسد د رژیم پرضد تر دې هم سخت دریځ غوره کړي.

ریاض او واشنګټن له اسلامي دولت ډلې سره د مبارزې په برخه کې ګډ کار کوي خو سعودي عربستان له اوباما څخه غواړي چې د بشاراسد د رژیم پرضد تر دې هم سخت دریځ غوره کړي.
ریاض او واشنګټن له اسلامي دولت ډلې سره د مبارزې په برخه کې ګډ کار کوي خو سعودي عربستان له اوباما څخه غواړي چې د بشاراسد د رژیم پرضد تر دې هم سخت دریځ غوره کړي.

اوباما له انتخاباتو مخکې د سعودي او امریکا اتحاد رد کړی و او ځکه د دواړو هیوادونو اړیکې د ده د ولسمشرۍ په دواړو دورو کې ترینګلي وو.

سعودي پاچا ملک سلمان تېرکال هغه مهال ټول حیران کړل چې په کمپ ‌ډیویډ کې د اوباما په استوګنځي کې د خلیج د همکارۍ د شورا د غړو په سرمشریزه کې له ګډون څخه یې ډډه وکړه.

خو د اوباما یو جګپوړي سلاکار راب مالي وايي، له هغه وروسته د دواړو هېوادو په اړیکو کې رښتینی پرمختګ شوی. فرانسپرس خبري اژانس د مالي له قوله زیاتوي چې نوموړی وايي، په تېر یوه کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په امنیتي برخه کې، په بېلابېلو کچو بې شمېره غونډې شوې دي.

ټاکل شوې چې د چارشنبې په ورځ په ریاض کې د ملک سلمان او اوباما له کتنې وروسته به دواړه مشران د خلیج د همکارۍ د شورا د غړو هېوادونو له مشرانو سره هم وګوري. دا سیمه ییزه شورا د ځواکمن سعودي عربستان تر اغیز لاندې ده.

راب مالي وايي، متحدایالات د خلیج د همکارۍ له شورا سره ژور اړیکي لري او په دې برخه کې په لیبیا او یمن کې د بحرانونو د حل لپاره د دواړو هیوادونو هڅې د مثال په توګه یادوي.

ښاغلی راب وايي، که څه هم ډیر نور کارونه هم باید ترسره شي خو په یمن کې وضعیت د ده په وینا د تیر کال په پرتله خورا ښه شوی.

ده په یمن کې د اوربند د موافقې یادونه وکړه چې ټاکل شوې ده د یکشنبې په ورځ نافذ شي او په سوریه کې د امریکا او د خلیج د همکارۍ د شورا د غړو هیوادونو ترمینځ د ګډو هڅو یادونه یې هم وکړه ویې ویل، په سوریه کې د دښمنو ډلو ترمنځ اوربند که څه هم ډاډمن نه دی، نافذ شوی او ټینګار یې وکړ چې دا اوربند له اوو اونیو راهیسې ټینګ دی خو د ولسمشر اوباما دې سلاکار یادونه وکړه چې په سوریه کې ډیر نور کار هم باید ترسره شي.

ټاکل شوې چې اوباما به د پنجشنبې په شپه له ریاض څخه لومړی برتانیا ته او له هغه ځایه جرمني ته ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG