د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۸

الدوري: د عراق سنیان دې د بعث ګوند شاوخوا راټول شي


عزت ابراهیم الدوري
عزت ابراهیم الدوري

کارپوهان وايي، د عراق د پخواني جمهور رئیس صدام حسین لومړی مرستیال د بعث ګوند د بیا راژوندي کولو لپاره خصوصاً د عراق په سنیانو غږ کړی چې د شیعه ملیشو د استبداد او ظلمه د ځان ژغورنې لپاره د دغه ګوند شاوخوا راټول شي.عزت ابراهیم دا خبرې په خپل یو نوي پیغام کې کړي دي.

کارپوهان وايي، د عزت ابراهیم الدوري د تیرې پنجشنبې د ورځې ویډیويي پیغام د عراق حکومت ته چې مشري یې د شیعه ګانو په لاس کې ده، هم پیغام رسوي چې د بعث ګوند پخواني غړي د اسلامي دولت ډلې په وړاندې جګړه کې کیدای شي دولت سره مرسته وکړي خو په دې شرط چې شیعه ملیشې د جنګ له ډګره لېرې وساتل شي.

عزت ابراهیم الدوري چې په عراق باندې د امریکايي ځواکونو تر برید وروسته په تېرو څو کلونو کې نیول شوی نه دی، امریکايي چارواکي یې د امریکایي عسکرو او د عراق د حکومت په وړاندې د سني بغاوت یو سرکښ ګڼي.

د عراق په بچیانو غږ کړی چې د ایران د نفوذ د مخنیوي لپاره د عربي ایتلاف چې سعودي عربستان يي مشري کوي ملاتړ وکړي.
د عراق په بچیانو غږ کړی چې د ایران د نفوذ د مخنیوي لپاره د عربي ایتلاف چې سعودي عربستان يي مشري کوي ملاتړ وکړي.

د عراق د بعث ګوند دغه مشر په خپل یو پخواني پیغام کې اسلامي دولت ډلې ته په اشاره کې په عراقي سنیانو غږ کړی و چې له هغو کسانو سره یوځای شي چې د هېواد نیمه برخه یې د ده په وینا ازاده کړې ده، خو عزت ابراهیم په خپل نوي ویډیويي پیغام کې چې اعتبار یې د خپلواکو منابعو له خوا تایید شوی نه دی.

د عراق په بچیانو غږ کړی چې د ایران د نفوذ د مخنیوي لپاره د عربي ایتلاف چې سعودي عربستان يي مشري کوي ملاتړ وکړي.

ښاغلي ابراهیم زیاته کړه:

"د عراق بچیانو او د مقاومت اتلانو! خپل جنګ، مقابلې او مقاومت ته زور ورکړئ. که د عربي ایتلاف تر بیرغ لاندې چې سعودي عربستان یې مشري کوي د جنګ د عربي جبهې لیکو سره یوځای نه شئ. د فارسیانو اوربه مو که نن وي که سبا وسوځي."

عزت ابراهیم الدوري خپل نوی پیغام وروسته له دې خپروي چې د عراق حکومتي ځواکونو او د امریکا په مشرۍ نړیوالو ملاتړو یې په وروستیو څو میاشتو کې د اسلامي دولت ډلې خلاف په عراق کې پرمختګ کړی.

عراقي او ایتلافي ځواکونه اوس هلې ځلې کوي چې اسلامي دولت ډله له موصل ښاره هم لیرې کړي.

هشام الهاشمي په بغداد کې یو امنیتي کارپوه وايي:

"دوري او بعث ګوند اوس دومره پوځي اهمیت نه لري، خو په داسې حال کې چې اسلامي دولت یا داعش ډله ورځ تر بلې کمزورې کیږي، بعث ګوند د ایران خلاف د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف کې ځانته یو رول ویني."

د رویټرز خبري اژانس رپوټ زیاتوي چې په عراق کې د امریکايي ځواکونو مداخلې واک د عراق په شیعه ټولنې کې چې په دغه هېواد کې اکثریت ده ایران پلوو سیاستوالو ته وسپاره.

وروسته تر دې چې امریکايي عسکر په ۲۰۱۱ کال کې له عراق ووتل د تهران نفوذ په دغه هېواد کې پراخ شو او سنیانو ځانونه له واکه پردي وګڼل.مخکې څو ځلي د عزت ابراهیم د وژل کیدو اوازې خپرې شوي.

XS
SM
MD
LG