د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۶

ایران او ایټالیا په بېلابېلو برخو کې تړونونه لاسلیک کړل


د ایټالیا صدراعظم په تهران کې له ایراني چارواکو سره وکتل.

میتیو رینزي د یوې ۲۵۰ کسیزې ډلې په مشرۍ پرون تهران ته ولاړ او د دې دوه ورځني سفر په لومړۍ ورځ یې د ایران له ولسمشر سره خبرې وکړې.

له ایران سره د اټمي تړون موافقې په جنوري کې اجرایي بڼه خپله کړه، تر دې راوروسته دا لومړی ځل دی چې د اروپایي ټولنې یو جګپوړی چارواکی ایران ته سفر کوي.

له حسن روحاني سره تر خبرو وروسته د ایټالیا صدراعظم میتیو رنزي په تهران کې خبرې غونډې ته وویل:

میتیو رینزي د یوې ۲۵۰ کسیزې ډلې په مشرۍ پرون تهران ته ولاړ
میتیو رینزي د یوې ۲۵۰ کسیزې ډلې په مشرۍ پرون تهران ته ولاړ

"د بندیزونو پای ته رسېدل یوازې د ایران لپاره یو تاریخي ګام نه دی چې اخیستل شوی، دا د ټولې سیمې او ټولې اروپا لپاره مهم دی."

د ایران او ایټالیا مشرانو د انرژۍ، ګرځندوی، ریل او یو شېمر نورو زیربنایي پروژو په اړه ابتدایي تړونونه لاسلیک کړل.

د ایران او ایټالیا تر منځ کلنۍ سوداګري اته میلیارډه ډالرو ته په یوه کال کې رسېده، خو د اټمي فعالیتونو لپاره چې پر ایران بندیزونه ولګول شول دا سوداګري راکمه شوه او اوس یو اعشاریه اته میلیارډه ډالره ده.

د ایران ولسمشر حسن روحاني خبرې غونډې ته وویل:

"د ترورزم پرضد له مبارزې سره د دواړو لوریو د نیت ترڅنګ، انساني مسایل او هغه ستونزې چې نن رامنځته شوې دي په ځانګړي ډول د یمن او سوریې پر ستونزو مو خبرې وکړې، پر هغو انساني مرستو دواړو خواوو ټینګار وکړ چې د دغو دوو هېوادو خلکو ته په ځانګړي توګه کډوالو او هغو ته چې دوی خپل پناهځای او کور له لاسه ورکړی، یا ټپیان شوي او دواوو ته اړتیا لري."

وروسته تر دې چې په جنوري کې د ایران د اټمي موافقې د تطبیق وخت پیل شو، ولسمشر حسن روحاني روم ته ولاړ هغه وخت تهران او روم ابتدايي موافقه کړې وه چې د اوږدې مودې په مخه د دواړو خواوو تر منځ د تېلو، ترانسپورټ او د بېړیو د سکټور په برخو کې سوداګرۍ نږدې شل میلیارډه ډالرو ته ورسوي.

ایران غواړي چې اروپایي هېوادونه له دغه هېواد سره د اورګاډي، سړک جوړونې او هوایي چلند په برخو کې مرسته وکړي او همداراز په صنعتي برخو کې پانګونه وکړي.

XS
SM
MD
LG