د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري جاپان ته ورسېد


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نن د نړۍ د ۷ سترو اقتصادي قدرتونو تر غونډې مخکې جاپان ته ورسېد.

جان کري د جاپان تر سفر مخکې په بحرين، عراق او افغانستان کې تم شوى و.

ښاغلی کري او نور وزيران به سبا د جاپان په هیروشیما کې د سولې یادګاري پارک ته لاړ شي او د امریکا د یوه تر ټولو جګپوړي چارواکي په توګه به په تاریخ کې د نړۍ د اټومي بم لومړنیو قربانیانو ته درناوی پرځای کړي.

د جان کري دغه سفر ته د امريکا د ولسمشر بارک اوباما راتلونکي سفر ته د زمينې برابرولو په سترګه کتل کېږي. اوباما به د امريکا لومړى برحال ولسمشر وي چې بله مياشت به جاپان ته ځي.

د جاپان د بهرنيو چارو وزير فوميو کيشيدا وويل دوى غواړي له اټمي وسلو د يوې پاکې نړۍ پيغام ورکړي:

"د G-7 د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه په هيروشيما کې د اټومي بم د قربانيانو په ساحه کې کېږي. هيله من يم له دې ځاى نه نړۍ ته له اټومي وسلو د يوې پاکې دنيا لپاره قوي پيغام ورکړو."

د جاپان د بهرنيو چارو وزير هيله من دى چې په دې غونډه کې د اټومي بېوسلې کولو د ملاتړ لپاره د ”هيروشيما اعلاميه“ هم خپره کړي.

د نولس سوه پنځه څلوېښتم ميلادي کال د اګست پر شپږمه په هیروشیما کې د امريکا لومړي بم يولک او ٤٠زره کسان ووژل، په دغه شمېر کې هغه کسان هم شامل دي چې تر چاودنې وروسته يې د شديدو اټومي وړانګو له کبله ساه ورکړه.

له دې درې ورځې وروسته بل اټومي بم د جاپان ناګاساکي ښار ویجاړ کړ او ٧٤زره کسان هلته ووژل شول.

د جي ۷ ډلې دوه ورځنۍ غونډه په هیروشیما کې جوړېږي.

د جاپان د بهرنيو چارو وزير فوميو کيشيداوويل، دوى په دې غونډه کې د نړۍ پر مهمو مسايلو خبرې کوي:

"په دې غونده کې موږ هيله لرو چې پر ګڼو عاجلو مسايلو چې په دې ورځو کې نړيواله ټولنه ورسره مخامخ ده، بحث وکړو، لکه ټروريزم، د کډوالو بحران، د پرانيستو سمندرونو خونديتوب، د وسلو د پراختيا مخنيوى، د بېوسلې کولو هڅې، منځنى ختيځ، په اوکراين او شمالي کوريا کې روانې ستونزې."

په دې غونډه کې به د بریتانیا، فرانسې، کاناډا، جرمني، ایټالیا او جاپان د بهرنیو چارو وزیران هم ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG