د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۱

د ولسي جرګې راتلونکې ټاکنې به په اعلان شوې نېټه ترسره شي؟


په خوست کې د یو شمېر سیاسي ګوندونو او ټولنیزو سازمانو غړي له افغان حکومت غوښتنه کوي چې ولسي جرګې ته راتلونکې ټاکنې دې په خپل وخت ترسره کړي.

دوی زیاتوي، د ټاکنو لپاره د امنیتي شرایطو د برابرولو او مالي امکاناتو د تیارولو مکلفیت د حکومت دی او افغان حکومت باید په دې اړه خپله قانوني وجیبه سرته ورسوي.

هغوی ټېنګار کوي چې له دې زیات د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو په ټاکنو کې ځنډ دوی لپاره د منلو وړ نه دي.

په خوست کې د ولسواکو قوتونو د همکارۍ شورا مشر سخي جان سرحدي ازادي راډیو ته وايي، د نورو سیاسي او ټولنیزو ستونزو تر څنګ د ولسي جرګې د ټاکنو ځنډ په دې هېواد کې خلک پر حکومت بې باوره کوي.

سخي جان سرحدي زیاتوي:

"د افغانستان خلک دې ته انتظار دي چې باید نور نو قانوني انتخابات شوې وای، دا له یوې نه بلې ورځې ته اوړي او دا حالت خلک پر حکومت بې باوره کوي، د افغانستان خلک داسې غوښتنه لري چې دا ټاکنې باید په هغه نېټه چې اعلان شوې، ترسره شي."

د چارو شنونکی یوسف انتظار بیا وايي، د ټاکنو ځنډیدل او د نوماندانو له خوا د ټاکنو پایلو ته ارزښت نه ورکول په افغانستان کې د ځوانې ولسواکۍ بهیر زیانمنوي.

په افغانستان کې د ټاکنو په بهیر کې ډیری ستونزې د امنیتي ګواښونو له کبله بلل کیږي.
په افغانستان کې د ټاکنو په بهیر کې ډیری ستونزې د امنیتي ګواښونو له کبله بلل کیږي.

ښاغلي انتظار زیاتوي:

"دا ټاکنې د قانون پر خلاف وځنډیدلې چې په وجود کې يې موږ دا مهال د قانون خلاف یوه ولسي جرګه لرو، موږ علاوه له دې چې قانون تر پښو لاندې کړ، موږ ونه کړای شو چې د ډیموکراسۍ ارزښتونه په پام کې وساتو، زه فکر کووم په اوسنۍ دوره کې د ډیموکراسۍ پر وړاندې یوه ستره توطیه روانه ده او دوی په لوی لاس غواړي چې قبر وکیندي او ولسواکې ور وسپاري."

په افغانستان کې د ټاکنو په بهیر کې ډیری ستونزې د امنیتي ګواښونو له کبله بلل کیږي.

د یو سیاسي ګوند غړو فضل جان جهش د ټاکنو په اړه د حکومت ځینې وجیبې او دندې داسې په ګوته کوي:

"د دولت مکلفیت دا دی چې دوه ډول شرایط د انتخاباتو کمېسیون ته اماده کړي، یو دا چې په ټول افغانستان کې باید د امنیت وضع تامین کړي، دویمه مساله د کمېسیون مالي مسایل دي، د انتخاباتو د راتلونکې تدارکاتو لپاره يې باید حکومت برابر کړي، که نه وي بیا نو په افغانستان کې ناممکن دي، پارلمان د دولت درېیم رکن دی او خت يې لا پخوا پوره شوی دی."

په افغانستان کې د ولسمشری وروستۍ ټاکنې له جنجالونو ډکې وې، د ټاکنو د پایلو په اعلان کې ډېر ځنډ وشو او په پایله کې یې د ملي یووالي په نوم حکومت د ولسمشری د دواړو نوماندانو د ټیمونو په ګډون جوړ شو.

لیکوال او ژورنالېست زاهدشاه انګار انديښنه لري چې تر اوسه هم د هغو ستونزو د هواري لپاره اساسي کار ندی شوی چې په تېرو ټاکنو کې د ننګونو مهم لاملونه بلل کېدل.

ښاغلي انګار زیاته کړه:

"د جمهوري ریاست له ټاکنو راوروسته د انتخاباتو مساله جنجالي شوې ده، د پریمانه جعلي کارتونو تور دی چې په افغانستان کې توضیع شوي دي، د انتخاباتو په کمیسیون کې باید د خلکو سره دا انديښنه ده چې د ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله ټیمونه به جوړ جاړی سره وکړي، داسې کمیشنران به وټاکي چې یوازې د دوی په ګټه به وي."

د خوست د سیاسي ګوندونو غړي او مدني فعالان ټېنګار کوي، تر هغه چې د ټاکنو لپاره د حکومت سره قوي اراده موجوده نه وي او د ټاکنو د ترسره کیدو لپاره مالي او لوژستیکي اسانتیاوې برابرې او تر څنګ يې د امنیتي ستونزو د مخنیوي لپار کوټلي ګامونه پورته نشي، فکر نه کوي چې نږدې راتلونکې کې به د رڼو ټاکنو لپاره شرایط برابر شي.

نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG