د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۹

سرخط: د راتلونکو انتخاباتو په اړه ژورې اندېښنې


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډېره د راتلونکو انتخاباتو په اړه اندېښنو او د سولې په اړه وروستیو هڅو ته ځانګړي کړي دي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د راتلونکو انتخاباتو په اړه ژورې اندېښنې.

په سرمقاله کې راغلي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکي انتخابات ۱۱۷ میلیونه ډالره لګښت غواړي، خو تراوسه افغان حکومت د انتخاباتو کمېسیون ته یوه روپۍ هم نه ده ورکړې.

د سرمقالې لیکوال د انتخاباتو د کمېسیون دا اندېښنه را اخیستې چې ویلې یې دي، که حکومت ډېرژر۵۰ سلنه بودجه ورنه کړي، راتلونکي انتخابات به په ټاکلې موده یعني د ۱۳۹۵ کال د تلې په ۲۴مه ترسره نه شي.

د ورځپاڼې په باور، دا اندېښنې هم شته چې په راتلونکو انتخاباتو به د حکومت سیوری پروت وي ځکه چې د انتخاباتو نوی کمېسیون به تر ډېره حکومتي وي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا په یوه تحلیلي مطلب کې د حکومت د سیاسي اپوزېسیون نظر را اخیستی چې ویلې یې دي، اوسنی حکومت مشروعیت نه لري، نوې ټاکنې باید وشي.

په مطلب کې راغلي چې حکومت له سیاسي، امنیتي او اقتصادي پلوه له ناورین سره مخ دی او دې ته اړتیا ده چې په حکومت کې بدلون راشي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د سولې موضوع ته خپله سرمقاله ځانګړې کړې او لیکلي دي چې ډېر افغانان سوله غواړي او سوله یې یوه هیله ده، خو روانو جګړو دغه هیلې ترې اخیستي دي.

په سرمقاله کې راغلي، د سولې روان بهیر باوري نه دی او لامل یې هم دادی چې د سولې د خبرو له تودیدو سره جګړه هم توده شوې او د هېواد په ګوډ ګوډ کې هره ورځ د بې ګنا خلکو وینه توېېږي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، د سولې مخامخ خبرو ته لومړی د مارچ اوله اوونۍ ټاکل شوې وه او بیا د مارچ ۱۴مه نېټه، خو دغه دواړه نېټې تېرې شوې او د سولې مخامخ خبرې ونه شوې.

کابل پوسټ:

کابل پوسټ ورځپاڼې بیا په یوه تحلیلي مطلب کې د سولې عالي شورا د غړیو دا خبرې را اخیستي چې په روانه مارچ میاشت کې به له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل شي او ښې نتیجې به ولري.

په مطلب کې راغلي، د سولې خبرو ته د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي چمتوالی یو ښه خبر دی، خو په دې بهیر کې د طالبانو نه ګډون هغه څه دی چې اندېښنې یې پیدا کړي دي.

د مطلب لیکوال ویلي، پاکستان باید پر افغان طالبانو فشار راوړي څو د سولې خبرو ته حاضر شي.

XS
SM
MD
LG