د تېرې چهارشنبې په ورځ د پکتيکا ګومل ولسوالۍ کې بې پېلوټه الوتکو بمباري کړې چې په پايله کې يې ۱۷ تنه وژل شوي دي.
د ياد ولايت امنيتي مسؤلين وژل شوي کسان وسله وال طالبان ګڼي، خو د سيمې اوسېدونکي، ولايتي شورا وکيلان او په مشرانو جرګه کې د پکتيکا د خلکو استازي وژل شوي ملکيان ګڼي او د پېښې څېړلو لپاره د با صلاحيته هيئت غوښتنه کوي.
د پکتيکا ګومل ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د پېښې په وژل شويو کسانو کې د روزالدين په نوم قومي مشر چې د يوې ستونزې د هوارۍ په موخه جرګې ته تللی و هم شامل دی.
دوی وايي، چې د بې پیلوټه الوتکو په بمبار کې وژل شوي کسان ملکي وګړي دي او د دې غوښتنه کوي چې مرکزي اداره دې دغه پېښه وڅېړي.
د ګومل ولسوالۍ يو اوسېدونکی وايي:
"زه حاجي محمد حسن د پکتيکا ولايت د ګومل ولسوالۍ اوسېدونکی، دا د ګومل د نعمت اباد مربوط و چې هلته يو بازار دی، خلک هلته تللي وو، په دې کې مشران او کشران وو، يوه خپل منځي معامله يې لرله چې د هغې د حل لپاره تللي وو، بېرته راروان وو چې بې پېلوټه بمبار پرې کړی او په کرايي موټر کې سپاره وو چې يو مشر د روزالدين د کاکړ زو د قوم ده، څلور ساتونکي هم ورسره وو او نور خلک هم ورسره شهيدان شوي دي، زموږ غوښتنه دا ده چې له دې خلکو سره ظلم شوی دی او بايد مرکزي حکومت دغه وڅېړي، له وزارت دفاع څخه د کورنيو چارو وزارت څخه د نورو مراجعو څخه دې يو با صلاحيته هئيت راشي او دغه مسئله دې وڅېړي، کنه موږ به تظاهرات کوو او خپل حق به غواړو."
دی دا هم وايي، چې که مرکزي اداره په دې اړه د دوی غږ وانه وري او دغه پېښه په دقيق ډول ونه څېړل شي، په تظاهراتو به لاس پورې کړي.
دغه راز د پکتيکا ولايتي شورا مرستيال نعمت الله بابری وايي، کوم معلومات چې دوی لري پر اساس يې وايي، وژل شوي ټول کسان ملکي وګړي دي.
ښاغلی بابری زیاتوي:
"په دوو پېښو کې ۱۷ تنه وژل شوي دي، دغه کسان د ګومل ولسوالۍ د نعمت اباد په بازار کې د بې پیلوټه حملې له امله وژل شوي لومړی حمله کې ۱۲ تنه چې په يو پايکپ موټر کې سپاره وو له ښاره دباندې وژل شوي چې د کلي دوکانداران او هغه خلک وو چې د سودا اخيستو لپاره راغلي وو او يو مستري هم په کې وو، دويمه پېښه هم په همدغه سيمه کې نږدې شوې چې پينځه تنه هغه کسان په کې وژل شوي چې هغلته ناست وو او مشران هم په کې شامل دي."
په مشرانو جرګه کې د پکتيکا د خلکو استازی جمعه الدين ګيانوال هم ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې په دې پېښه کې وژل شوي کسان ملکي وګړي دي او وايي، ولايتي چارواکو پرته له معلوماتو ويلي دي چې وژل شوي وسله وال طالبان دي.
هغه زیاته کړه:
"دغه خلک ملکي او قومي خلک دي، د بنزو او قتلزو په خپل منځ کې په غره باندې دعوا وه، کېدای شي چې مسلح وي دا هغه خلک دي نه طالب، که چېرته با صلاحيته هئېت مقرر نه شي، نو دغه خلک به لاريون هم کوي، خپل غږ به پورته کوي، مرکز ته به هم راځي پارلمان مخ ته به هم درېږي او ارګ ته به هم ځي او له ولسمشره هم موږ غواړو چې د خلکو غږ واوري."
نوموړی زياتوي چې که چېرته له مرکزي حکومته باصلاحيته هئيت سيمې ته د پېښې د پلټلو په خاطر و نه لېږل شي، دوی به د ولسونو ترڅنګ په مظاهرو لاس پورې کړي او خپل غږ به تر امنيت شورا او ولسمشره ورسوي.
دی وايي:
"زه خپل غږ هم پورته کوم ستاسو د مېډيا له لارې، او سبا نه بله ورځ زه په خپله په پارلمان کې هم دا خبره راپورته کوم، له يو لوري ملکي وګړي وژل کېږي او له بل لوري دا ټاپه پرې لګول کېږي چې دا طالبان دي، موږ د دې پېښې څېړلو لپاره يو باصلاحيته هئيت غواړو، را دې شي چې دا مسئله وڅېړي."
د پکتيکا ګومل ولسوالۍ اوسېدونکي په داسې مهال غبرګون ښيي او د هئيت غوښتنه کوي چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د دې ولايت په نعمت اباد سيمه کې بې پیلوټه الوتکو ۱۷ تنه ووژل، ولايتي چارواکو وويل چې وژل شوي ټول وسله وال دي، خو ولايتي شورا او خلک وايي وژل شوي ملکي وګړي دي.
راپور: داود تپان