د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۱

پکتيکا: د بې پیلوټه الوتکو په بمباریو کې ۱۷تنه وژل شوي


د پکتيکا ولايت په ګومل ولسوالۍ کې بې پيلوټه الوتکو بمباري کړې او ۱۷ تنه يې وژلي چې حکومت يې وسله وال طالبان او ولايتي شورا غړي يې ملکيان ګڼي.

د پکتيکا ګومل ولسوالۍ نعمت اباد سيمه کې د بې پيلوټه الوتکو په دوو جلا جلا بمباريو کې ۱۷ تنه وژل شوي دي چې په اړه يې ضد او نقيض راپورونه ورکول کيږي.

د پکتيکا ولايت امنيتي چارواکي وايي چې تېره ورځ د دې ولايت په ګومل ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو بې پېلوټه الوتکو دوه بريدونه کړي چې په پايله کې يې ۱۷ تنه وژل شوي دي.

د ياد ولايت امنيه قومندان مل پاسوال زړور زاهد ازادي راډيو سره په ټیليفوني اړيکه کې وويل چې په دغو جلا جلا بريدونو کې په نښه شوي کسان وسله وال طالبان وو:

"اطلاعات داسې دي چې دوه مرمۍ لګېدلې دي يوه ماسپښين لګېدلې ده چې لس ۱۲ کسان په کې لګېدلي دي او بله د مازديګر او ماښام ترمنځ وخت کې لګېدلې چې پينځه شپږ کسان په کې لګېدلي دي او دغه ټول وژل شوي کسان وسلوال طالبان دي درندې او سپکې وسلې ورسره وې، که دا چېرته ملکي وګړي وو، نو تا به ليدلي وو، چې خلکو په اوږو راوړي وی ښرنې ته."

دی دا نه مني چې وژل شوي کسان ملکي وګړي دي، خو د سيمې اوسېدونکي او د پکتيکا ولايتي شورا مرستيال نعمت الله بابری وايي، کوم معلومات چې دوی لري پر اساس يې وايي، وژل شوي ټول کسان ملکي وګړي دي:

"په دوو پېښو کې ۱۷ تنه وژل شوي دي، دغه کسان د ګومل ولسوالۍ د نعمت اباد په بازار کې د بې پېلوټه حملې له امله وژل شوي لومړی حمله کې ۱۲ تنه چې په يو پايک موټر کې سپاره وو له ښاره د باندې وژل شوي چې د کلي دوکانداران او هغه خلک وو چې د سودا اخيستو لپاره راغلي وو او يو مستري هم په کې وو، دويمه پېښه هم په همدغه سيمه کې نزدې شوې چې پينځه تنه هغه کسان پکې وژل شوي چې هغلته ناست وو او مشران هم پکې شامل دي."

نوموړی دا هم وايي، په پکتيکا کې د شخصي ستونزو له امله خلک وسلې ګرځوي او ډېر يې ښايي د وسلو ګرځولو لايسنسونه هم ولري ، خو په خبره يې وژل شوي کسان که له ځانه سره وسلې ولري ښايي د ځانونو د محافظت په خاطر يې ساتلې وي.

د دې پېښې په اړه وسلوالو طالبانو رسنيو ته په لېږلي پيغام کې څرګنده کړې، چې دغه وژل شوي کسان ملکي وګړي دي او د دوی کوم وسلوال پکې نه دي شامل.

په روان لمريز کال کې دا لومړۍ پېښه ده، چې د پکتيکا په ګومل ولسوالۍ کې رامنځته کيږي او ۱۷ تنه پکې وژل کيږي.

داود تپان - پکتيا

XS
SM
MD
LG