د کونړ ناړۍ، غازې اباد او د نورستان د کامدیش او برګیمټال ولسوالیو اوسیدونکي وايې، له تېرو پنځو ورځو د اسمار ولسوالۍ په ډپ بروړو سیمه کې سړک ته له غره څخه غټې تیږي راښویدلې او د هر ډول موټرو په وړاندې يې لاره تړلې ده، یو تن حاجي عبیدالله خان وايي:
"د بارانه په وسیله غر را شلیدلی دی او لاره بنده ده، تقریباً دا څلور پنځه ولسوالۍ د دې شاته پرتې دي، مشخص د ډپ بروړو او ډپ خوړ ترمنځ یوه لوړه غونډۍ ده له هغه څخه تیږي راښویدلي."
خلک وايې، د لارې بندېدو په وجه په یادو ولسوالیو کې د خوراکي او نورو خوراکي توکو نرخونه هم لوړ شوي دي او که سړک خلاص نه شي نو د خلکو ستونزې به نورې هم زیاتي شي:
"د اوړو یوې بورۍ قیمت پنځه زرو ته ورسیده، اکثره پیدا کیږي هم نه، دا ستونزه موجوده ده، که لار په قومي لېول خلاصیږي او که په دولتي لیول چې خلاصه شي."
د فواید عامې رئیس انجینر محمد رحیم ازادي راډیو ته وویل، په سیمه کې د امنیت نشتوالي په وجه دوی خپل کار کوونکي او وسایل نه شي لیږلی او که امنیتي ځواکونه يې امنیت ونیسي او یا هم قوم ورته د امنیت ډاډ ورکړي نو دوی چمتو دي د لارې په پاکولو پیل وکړي:
"زموږ وسایل چمتو دي، موږ ټول په دې بوخت یو چې د لارې پاکولو او خلاصولو لپاره کومه مناسبه طریقه پیدا کړو یا امنیتي ځواکونه او یا هم قومونه راته ډاډ راکړي موږ کار پیلوو."
د کونړ امنيي قومندان مل پاسوال عبدالحبیب سید خیل ازادي راډیو ته وویل، په تېرو څو ورځو کې د هېواد د نورو ولایتونو په څیر په کونړ کې هم سخت بارانونه شوي چې له امله يې په اسمار کې سرک بند شوی دی:
"پنځه ورځې کیږي چې له غره څخه ډیرې غټې تیږي او خټې د اسمار ولسوالۍ د ډپ بروړو ساحه کې سرک ته راښویدلي دي او لاره يې بنده کړې ده."
ډپ بروړۍ او ډپ خوړ د اسمار ولسوالۍ اړوندې هغه سیمې دي چې په کې ډیری وختونه وسله والو مخالفینو په غرونو کې سنګرونه جوړ کړې وي او په لاره کې د افغان ځواکونو د تګ راتګ په وړاندې خنډونه پیدا کوي، څو ځله په یادو ساحو کې جنګونه هم شوي چې په کې دواړو خواو ته درنې مرګ ژوبلې اوښتې دي.
راپور: روح الله "انوري"