د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۲۴

برمک: د طبیعي پېښو په وړاندې مبارزې ته چمتوالی لرو


د پېښو په وړاندې د مبارزې په برخه کې د دولت وزیر ویس احمد برمک وايي چې د چهارشنبې د ورځې ورښتونو په هیڅ ځای کې هم زیان نه دی اړولی.

ویس احمد برمک د چارشنبې په ورځ ازادي راډیوته وویل چې د دوی اداره د طبیعي پېښو او ورښتونو په وړاندې د مبارزې په برخه کې پوره چمتوالی لري.

د پېښو په وړاندې د مبارزې په برخه کې د دولت وزیر ویس احمد برمک وايي چې د چهارشنبې د ورځې د ورښتونو له امله د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې کومه طبیعي پېښه نه ده رامنځته شوي او دغه اداره د احتمالي پېښو په وړاندې د مبارې په برخه کې پوره چمتوالی لري.

ښاغلي برمک د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیوته وویل، دوی هڅه کوي چې دغه پېښې خلکو ته ډېر زیان ونه رسوي:

"زموږ د ادارې له ادرسه په ټول افغانستان کې تیاری موجود دی، هغه راپور چې ماته مخکې راورسېدو له کابله پرته ۳۳ ولایتونو کې کومه پېښه نه ده رامنځته شوې."

بل خوا د ملکي هوانواردۍ د ادارې مسوولان وايي چې د دغې ادارې د هواپېژندنې د څانګې د معلوماتو له مخې تر راتلونکو څو ورځو پورې به د هېواد په ځینو سیمو کې توپاني بارانونه وشي.

د دغې ادارې ویاند قاسم رحیمي له خلکو وغوښتل چې د دغو بارانونو لپاره تیاری ولري.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه:

"زموږ د هوا پېژندنې د څانګې وړاندوینې ښيي چې احتمالاً به تر څو راتلونکو ورځو پورې د هېواد اکثراً سیمې وریځ او شدید ورښت وي، له دغو ورښتونو سره به سیلاونه هم مل وي، زموږ هیله دهچې ټول وطنوال او د پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې تیاری ولري."

د راپورونو له مخې له لوېدیځ، شمال لوېدیځ او جنوب لوېدیځه باراني توپاني وریځې هېواد ته په راننوتلو دي.

دغه توپاني بارانونو د منځنۍ اسیا په ځینو سیمو لکه هند او پاکستان کې۴۰ کسان وژلي او مالي تاوانونه یې هم ور اړولي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان یو مشهور منجم عبدالله کندهاری د هوا پېژندنې د ادارې څرګندونې نه مني وايي چې افغانستان یو غرنی هېواد دی او د توپانونو د شدت مخه نیسي.

ښاغلي کندهاري زیاته کړه:

"افغانستان یو غرنی هېواد دی او شدید توپانونه کراروي، خلک باید اندېښنه ونه کړي، په هغه کچه یې چې هند او امریکا کې زیان اړولی و په دې کچه په افغانستان کې خطرناکه نه دي."

د راپورونو له مخې په ټول افغانستان کې د چهارشنبې د ورځې راهیسې وقفه يي بارانونه روان دي چې د جمعې تر ورځې به دوام وکړي.

په ورته وخت کې یو شمېرافغانان وايي چې دولت باید په دې برخه کې مخکیني افدامات ولري چې د شدیدو بارانونو او سیلاونو پر مهال خلک زیانمن نه شي.

XS
SM
MD
LG