د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

روزي: د هلوټرسټ موسسې ۱۶ ماین پاکان راخوشې شول


د هرات امنیه قوماندان جنرال مجید روزي
د هرات امنیه قوماندان جنرال مجید روزي

د هرات ولایت چارواکي وايي، د ماین پاکۍ د هلوټرسټ موسسې ۱۶ برمته شوي کارکونکي خوشې شوي دي.

د هرات امنیه قوماندان جنرال مجید روزي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې دا ۱۶ ماین پاکان د جمعې په ورځ له کهسان ولسوالۍ څخه د ایران پولې ته نږدې ګلران ولسوالۍ ته وړل شوي وو.

نوموړی وايي، دوو سیمه اییز طالب مشرانو ملا حیدر او ملا توفان د دغه کسانو په برمته کولو کې لاس درلود چې په پای کې د سیمې د سپین ږیرو په منځګړتوب خلاص شول.

ښاغلي روزي زیاته کړه:

د هرات امنیه قوماندان جنرال مجید روزي
د هرات امنیه قوماندان جنرال مجید روزي

"هغه ۱۶ کسان موږ ته وسپارل شول چې طالبانو تښتولي وو، هغوی صحیح سلامت دي او خپلو کورنیو ته مو وسپارل."

جنرال روزي وايي، تر دې مخکې دوی له احمد اباد کلي څخه اووه کسان نیولي وو چې وروسته يې بیا سپین ږیرو ته وسپارل.

د ازادي راډیو خبریال له نوموړي وپوښتل چې ایا دا ماین پاکان د همدې اوو کسانو په بدل کې راخوشي شوي؟ د هرات امنیه قوماندان وايي:

"هیڅ معامله نه ده شوې، نه د پیسو او نه هم کومه بله معامله، هغوی زموږ د عملیات د دوام له امله تر فشار لاندې وو، سپین ږیرو منځګړتوب وکړ او برمته شوي کسان يې راوړل."

د هرات امنیه قوماندان او د والي ویاند وايي، د هلوټرسټ کار کوونکو د خپل سفر موضوع له دوی سره نه وه شریکه کړې.

دا لومړی ځل نه دی بلکې دوه کاله مخکې هم د هلوټرسټ شاوخوا ۶۰ کارکوونکې د هرات په پښتون زرغون ولسوالې کې برمته شوي وو چې وروسته بیا د ولسي مشرانو په منځګړتوب خلاص شول.

د ماین پاکۍ دې موسسې ټینګار کړی دی چې د دوی د کار کوونکو برمته نیونه به په افغانستان کې د دوی پر فعالیتونو اغېز ونه کړي.

همدارنګه د تېرکال په حوت میاشت کې په لوګر ولایت کې اووه تنه ماین پاکان وتښتول شول چې درې تنه یې وروسته راخوشي شول.

او همدارنګه تېر کال په هلمند کې څلور او کندهار کې دوه ماین پاکان د وسله والو لخوا وژل شوي دي.

د ماین پاکۍ دا موسسه وايي چې د دوی د کار کوونکو برمته نیونه به د دوی پر فعالیتونو اغېز ونه کړي.
د ماین پاکۍ دا موسسه وايي چې د دوی د کار کوونکو برمته نیونه به د دوی پر فعالیتونو اغېز ونه کړي.

د هلوټرسټ د ماین پاکی موسسه له ۱۹۸۸ کاله راهیسې په افغانستان کې فعالیت لري او د دې موسسې په وینا تر تېرې جولايي میاشتې يې شاوخوا ۷ لکه او یو نوې زره ماینونه او چاودونکي وسیلي خنثې او له منځه وړي دي.

راپور: رضوان مراد

XS
SM
MD
LG