د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ کب ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۲۰

هرات کې د هلوترسټ مسسې ۱۵ ماین پاکان تښتول شوي


د هرات سیمه ییز چارواکي وايي چې په کهسان ولسوالۍ کې د هلوترسټ موسسې ۱۵ ماین پاکان د وسله والو مخالفینو له لوري تښتول شوي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه ماین پاکان تېره ورځ ماسپښین مهال تښتول شوي خو تر اوسه یې درک نه دی معلوم شوی.

فرهاد زیاته کړه، داسې ګومان کېږي چې وسله والو مخالفینو به تښتولي ماین پاکان ګلران ولسوالۍ ته له ځان سره بېولي وي.

له دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د ماین پاکونې د بېلابېلو موئسسو کار کوونکي تښتول شوي چې ځینې بېرته راخوشې شوي او یو شمېر نور بیا وژل شوي دي.

د حکومت کومې وسله والې مخالفې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG