د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

"د سولې شورا ځیني غړي دې عدلي او قضايي ارګانونو ته وپیژندل شي"


د افغانستان د سولې د عالي شورا یو غړی وايي، که په مالي او اداري فساد کې د دې شورا ځیني ښکېل غړي، عدلي او قضايي ارګانونو ته ور ونه پېژندل شي، د شورا پر وړاندې به د خلکو باور کم شي.

د دې شورا غړي شهزاده شاهد د پنجشنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل، د یادې شورا ځیني پخواني او اوسني غړي په اداري او استخباراتي فساد کې ښکېل دي او باید وپوښتل شي.

ښاغلي شاهد وویل، د سولې عالي شورا په غړېو کې داسې کسان هم شته چې هره میاشت یې تر۴۰۰۰۰ ډالرو پورې اخیستي او د څه باندې ۲۰۰۰ پروژو پیسې یې هم لا درکه کړي دي:

ښاغلي شاهد زیاته کړه:

"د سولې له عالي شورا څخه سم برداشت نه دی شوی، په دې معنا چې څو تنه سره ناست، خبرې یې کړي، تنخواګانې یې اخیستي او له سفارتونو يې پیسې ترلاسه کړي دي.که د دې شورا د دارالانشاء ځیني اوسني او پخواني غړي ونه پوښتل شي او څارنوالۍ ته ونه پیژندل شي، پر شورا به خلک بې باوره شي."

ښاغلي شاهد وویل، که عدلي او قضايي ارګانونه دغه موضوع څیړي‎، دی حاضردی چې د خپلې ادعا د اثبات لپاره کره اسناد وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې جمهور رییس اشرف غني د سولې شورا په چارو کې د ښه والي په مقصد، د شورا په رهبرۍ او تشکېلاتو کې یو لړ بدلونونه راوستل.

بل خوا ځینو خلکو د دې شورا له جوړیدو راهیسې د شورا پر غیرو موثرو کارونو او په مالي چارو کې د شفافیت په نشتوالي انتقادونه کړي دي.

سربېره پردې شاوخوا میاشت مخکې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټیوټ څیړنو هم ښودلې چې ۱۶ فیصده خلکو دغه شورا په اداري فساد تورنه کړې او ۱۱ فیصدو ویلي چې په دې شورا کې بهرنیان مداخله کوي.

خو د سولې د عالي شورا مسوولین په دغې شورا کې د بهرنیانو لاس وهنې ردوي او وايي چې یادې شورا د بینادي اصلاحاتو لپاره مسلسلې هڅې کړي دي.

د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، په فساد کې د سولې د عالي شورا د ځینو غړیو د ښکېلتیا په هکله باید کره شواهد موجود وي
د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، په فساد کې د سولې د عالي شورا د ځینو غړیو د ښکېلتیا په هکله باید کره شواهد موجود وي

په ورته وخت کې د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، په فساد کې د سولې د عالي شورا د ځینو غړیو د ښکېلتیا په هکله باید کره شواهد موجود وي چې عدلي او قضايي ارګانونه یې وڅیړي.

د ولسي جرګې دوم مرستیال نعمت اله غفاري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"کومه مسئله چې اوس مطرح شوې، کېدای شي د ادعا ترحده تلقي شي او ضرورت دی چې په عدلي او قضایي ادارو کې وڅیړل شي.ادعا کوونکې یې باید ثابته کړي.موږ یې اوس نه ردولی او نه تاییدولی شو.عدلي او قضايي ارګانونو ته یې راجع کول غوره دي چې پریکړه پرې وکړي."

د سیاسي چارو پوه ودیر صافي ازادي رادیو ته وویل، د سولې عالي شورا کې د فساد د څیړلو او له سفارتونوڅخه د ځینو غړېو د پیسو اخیستلو په اړه باید یو پلاوی وټاکل شي څو موضوع بررسي کړي.

ده وویل، که دغه ادعا ثابته شي، مجرمین عدلي او قضایي ارګانونو ته له سپارلو پرته، بله لاره نه لري.

خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG