د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۸

دفاع وزارت: مخالفین له بهرني ملاتړه پرته د جګړې زور نه لري


د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د هېواد دننه وسله وال مخالفین د بهرنیو جنګیالیو له ملاتړ پرته د جګړې د دوام توان نه لري.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيوته وویل چې که دا بهرني جنګیالي له طالبانو سره نه وي د افغانستان جنګ په یوه میاشت کې کنترولیدای شي.

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي په دې هېواد کې روانه جګړه د بهرنیو ډلو اړوند ګڼي او وايي چې وسله وال طالبان په یواځې ځان د جنګ د دوام توان نه لري.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته په ډيرو ځایونو کې لیدل شوي چې کورنۍ مخالفین د بهرنیو جنګیالیو په ملاتړ له افغان ځواکونو سره جنګیږي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"که بهرنیان زموږ له مخالفو کسانو سره کومک ونه کړي، دوی تجهیز نه کړي، زده کړې ورنکړي، ملاتړ یې ونکړي او په جنګ کې ورسره شریک نه شي دا جنګ د یوې میاشتې جنګ هم نه دی، دا چې موږ وایو دا د ترورېزم سره جنګ دی او نړۍ باید راسره مرسته وکړي دا ځکه چې په دې جنګ کې تر ډيره بهرنیان ښکېل او تروریستي ګروپونه په کې برخه لري."

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته په ډيرو ځایونو کې لیدل شوي چې کورنۍ مخالفین د بهرنیو جنګیالیو په ملاتړ له افغان ځواکونو سره جنګیږي.
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته په ډيرو ځایونو کې لیدل شوي چې کورنۍ مخالفین د بهرنیو جنګیالیو په ملاتړ له افغان ځواکونو سره جنګیږي.

ښاغلی وزیري وايې چې عرب، پنجابي، ازبکستاني، ایغوري، چیچنايي او ځيني نورې هغه ډلې دي چې په افغانستان کې یې جګړه توده ساتلې ده.

له دې وړاندې د دفاع سرپرست وزیر معصوم ستانکزي ویلي چې د هلمند په جګړو کې په سلګونه بهرني جنګیالي وژل شوي دي.

ښاغلي ستانکزي ویلي چې دا کسان په افغانستان کې د طالبانو په نوم جنګیږي چې د مخنیوي لپاره یې باید د هېواد پر پولو کنټرول ډير شي.

له دې وړاندې جمهور ریس محمد اشرف غني د ملي شورا د شپاړسمې دورې د شپږم تقنیني کال په پرانېستو مراسمو کې په هېواد کې د شپږ ډوله جنګیالیو موجودیت د جنګ د دوام عوامل ګڼلي وو.

ښاغلي غني ټینګار وکړ چې افغان حکومت یواځې له طالبانو او اسلامي حزب سره خبرې کوي او د پاتې نورو ډلو سره به مبارزه پر مخ یوسي.

که څه هم تر اوسه په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو کره شمېره معلومه نه ده خو د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په هرو لسو جنګیدونکې کسانو کې څلور یا پنځه یې بهرنيان دي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې دفاعي کمېسیون بهرني جنګیالي د وسله والو طالبانو د پیاوړي کېدو لامل ګڼي.

که څه هم تر اوسه په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو کره شمېره معلومه نه ده خو د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په هرو لسو جنګیدونکې کسانو کې څلور یا پنځه یې بهرنيان دي.
که څه هم تر اوسه په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو کره شمېره معلومه نه ده خو د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په هرو لسو جنګیدونکې کسانو کې څلور یا پنځه یې بهرنيان دي.

د دې کمېسیون غړي خالد پښتون ازادي راډيو ته وویل چې بهرني جنګیالیو په رواني لحاظ د مخالفینو لیکو ته د خلکو د جلب او جذب زمینه پراخه کړي ده.

ښاغلي پښتون زیاته کړه:

"اوس همدا مهال ویلای شو چې په زابل، هلمند، فراه او غزني ولایتونو کې شل فیصده بهرني جنګیالي احساسیږي، دا یو ډول رواني پیاوړتیا ده چې دوی ته یې ورکوي، دا ډير خطرناک کار دی ځکه ځوانان هڅول کېږي چې افغانستان ته راشي او دلته کسانو ته وايي مونږ چې له بهره د جهاد لپاره راځو تاسې چې دلته یې ولې نه جنګیږی."

ښاغلي پښتون سپارښتنه کوي چې حکومت باید د دغې اندیښنې د رفعې په خاطر د هېواد پر پولو څار ډیر او د پوهاوی پروګرامونو په عامولو له مخالفینو سره د جلب پروسه زیانمنه کړي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG