د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۳۷

خبرونه

دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۸ وسله وال وژل شوي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي اردو په عملیاتو کې د بهرنیانو په ګډون ۴۸ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان شوي دي.

له دغه وزارت څخه نن په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دا عملیات په هلمند، غزني، خوست او هرات ولایتونو کې ترسره شوي دي.

وړاندې په اعلامیه کې راغلي چې په یادو عملیاتو کې د ملي اردو څلور سرتېري هم وژل شوي دي.

تر اوسه وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د طالبانو دفاع وزارت د پاکستاني چارواکو هغه ادعا چې ګواکې طالبانو لومړی پر جنوبي وزیرستان بریدکړی، ردکړه

د طالبانو دفاع وزارت د پاکستاني چارواکو هغه ادعا ردکړه چې ویلي وو، د طالبانو له لوري پرجنوبي وزیرستان د توپونو او هاوانونو په ډزو کې یوملکي وګړی وژل شوی او څو تنه نورټپیان شوي دي. دفاع وزارت نن په یوه بیان کې وویل چې امنیتي او دفاعي ځواکونو تیره ورځ د پاکستاني پوځیانو د ډرون الوتکو بریدونو ته چې د پکتیکا ولایت انګور اډې سیمې په کمیسارۍ او نږدې امنیتي تاسیساتو ترسره کړل، په ځواب کې پولې ته څیرمه د پاکستاني نظامیانو پرقرارګاه او پوستې بریدوکړ. د دفاع وزارت په خبره په دغه برید کې یوشمیر پاکستاني عسکر مړه او ژوبل شول او تأسیساتو ته یې هم سخت زیان واوښت. دفاع وزارت ویلي چې افغان لوري ته کوم ځاني زیان ندی اوښتی. تردې مخکې د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر اسرار احمد ویلي و چې د افغان طالبانو له لوري د دې سرحدي سیمې پر لور د توپونو او هاوانونو په ډزو کې ځینې مرمۍ پر استوګنیزو سیمو او یوه بازار لګېدلې، یو ملکي وګړی وژل شوی او څو تنه نور ټپیان شوي دي.

دا نښتې داسې مهال کېږي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې د امنیتي اختلافاتو له امله ترینګلې دي. اسلام‌اباد طالبان په پاکستان کې د وسله ‌والو ډلو په ملاتړ تورنوي، خو طالبان دا تورونه ردوي.

ټرمپ: ډیر ژر به زیلینسکي او پوتین سره وګوري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ به ډېر ژر کتنه وشي.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د لړم په شپږمه خبریالانو ته د دې کتنې وخت او ځای مشخص نه کړ، خو ویې ویل چې په دې کتنه کې د پام وړ پرمختګونه کېدای شي.

کییف او مسکو په دې اړه تراوسه رسماً د کوم توافق پخلی ندی کړی.

ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د فنلنډ ولسمشر الکساندر سټوب او د ناروې صدراعظم یوناس ګر ستوره د اوکراین د جګړې په اړه له پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

ټاکل شوې چې د نومبر میاشتې په لومړۍ نیمایي کې په متحده عربي اماراتو کې د تخنیکي کارپوهانو په کچه درې اړخیزې خبرې اترې هم وشي.

پوتین: د اسلام اباد هوکړه لیک لا هم د خبرو اترو د پرمخ بیولو لپاره معتبر اساس دی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل ایراني سیال مسعود پزشکیان سره په کتنه کې د سیمې د وضعیت او د ایران اړوندو وروستیو تحولاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

پوتین د سې شنبې په ورځ د لړم په پنځمه په مسکو کې د ګازو صادرونکو هېوادونو د ټولنې د غونډې په څنډه کې له پزشکیان سره وکتل.

هغه د دواړو مشرانو ترمنځ خصوصي خبرو ته په اشارې وویل چې همدا اوس یې د سیمې د وضعیت په اړه خبرې وکړې او طبیعي ده چې روان وضعیت د اندېښنې وړ دی، په ځانګړې توګه د روسیې لپاره چې له ایران سره نږدې همکاري لري.

د روسیې د انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې، پوتین د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره په جلا کتنه کې هم د ایران د کړکېچ د سیاسي او ډیپلوماتیک حل پر اړتیا ټینګار وکړ.

پوتین ویلي چې د اسلام‌ اباد هوکړه‌ لیک، چې د جون په میاشت کې د قطر او پاکستان په منځګړیتوب لاسلیک شوی و، لا هم د ایران د کړکېچ د هواري لپاره د خبرو اترو د بهیر معتبر اساس دی.

په اوکراین کې د بشري مرستو رسولو لپاره د اوربند ساحه پراخه شوې

د امریکا په منځګړیتوب د اوکراین په جنوبي خرسون ولایت کې د بشري مرستو رسولو لپاره د اعلان شوي اوربند ساحه نورو سیمو ته هم غځول شوې ده.

دغه اوربند لومړی د خرسون ولایت په اولېشکي ښار کې اعلان شوی و، چې اوسېدونکي یې د جګړې له امله د خوراکي توکو، درملو او پاکو اوبو له سخت کمښت سره مخ دي.

د امریکا لومړۍ مېرمن میلانیا ټرمپ، چې د دغه اوربند منځګړیتوب یې کړی، ویلي چې اوربند د اکتوبر په ۲۷مه، له ټاکلي وخت دوه ورځې مخکې پیل شو او اوس یې ساحه پراخه شوې، څو بشري مرستې په خوندي ډول اړمنو خلکو ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په تازه هوايي بریدونو کې، چې د پوهنتون یوه لیلیه او نورې ملکي ودانۍ یې په نښه کړې، لږترلږه یو کس وژل شوی دی.

قطر: ایران دې د منځګړو د هڅو د بریا لپاره خپل ښه نیت ثابت کړي

قطر له ایران څخه غوښتي چې د منځګړیتوب د هڅو د بریالیتوب لپاره د فارس خلیج عربي هېوادونو ته ګواښونه ودروي او د هرمز تنګی د بېړیو د تګ راتګ پر مخ پرانیزي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند د سې ‌شنبې د ورځې ناوخته وویل چې ایران باید د دغو ګامونو په پورته کولو خپل ښه نیت څرګند کړي.

قطر او پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره منځګړیتوب کوي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د قطر یو پلاوی تهران ته تللی و او د دوشنبې په ورځ د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان لوړپوړو چارواکو هم له ایراني چارواکو سره د سیمه ‌ییزو کړکېچونو د کمولو په موخه خبرې کړې وې.

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته د بیا برید خبرداری ورکړی، چې ورسره د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ نور هم زیات شوی دی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ تازه نښتې؛ یو پاکستانی ملکي وګړی وژل شوی

پاکستاني چارواکي وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ په تازه سرحدي نښتو کې لږترلږه یو پاکستانی ملکي وګړی وژل شوی او څو نور ټپیان شوي دي.

د جرمني خبري اژانس ډي ‌پي ‌اې د راپور له مخې، دا نښتې د سې ‌شنبې په شپه د جنوبي وزیرستان په سرحدي سیمه کې شوې دي.

د سیمې د پولیسو مشر اسرار احمد ویلي، افغان طالبانو د پاکستان پر لور د توپونو او هاوانونو ډزې کړې چې ځینې مرمۍ یې پر استوګنیزو سیمو او یوه بازار لګېدلې دي.

پاکستاني سرحدي ځواکونو هم ځوابي ډزې کړې، خو د افغانستان لوري ته د احتمالي مرګ ‌ژوبلې په اړه معلومات نشته. د طالبانو د حکومت چارواکو د پاکستاني چارواکو د دغې ادعا په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

دا نښتې داسې مهال کېږي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې د امنیتي اختلافاتو له امله ترینګلې دي. اسلام‌اباد طالبان په پاکستان کې د وسله ‌والو ډلو په ملاتړ تورنوي، خو طالبان دا تورونه ردوي.

د اسراییل په پارلماني ټاکنو کې د نتنیاهو ائتلاف له خپلو سیالانو مخکې دی

د اسراییل د پارلماني ټاکنو د څه باندې ۵۰ سلنې رایو له شمېرل کېدو وروسته، د صدراعظم بنیامین نتنیاهو په مشرۍ ائتلاف له خپلو سیاسي مخالفانو مخکې شوی دی.

د اسراییل د ټاکنو مرکزي کمېټې د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ۵۰،۱ سلنې رایو له شمېرل کېدو وروسته، اټکل کېږي چې د نتنیاهو ائتلاف به د پارلمان له ۱۲۰ څوکیو څخه ۵۶، مخالف ائتلاف ۴۹ او عربي ګوندونه ۱۵ څوکۍ وګټي.

خو دا لومړنۍ پایلې ښايي بدلون ومومي. د رایې ورکولو له پای ته رسېدو وروسته څو نظرپوښتنو ښودلې چې د نتنیاهو او مخالفانو ائتلافونه سره نږدې دي او هېڅ یو یې د پارلمان د اکثریت څوکیو په ترلاسه کولو نه دی بریالی شوی.

طالبانو د کورونو د ساتنې لپاره د جواز لرونکو وسلو پر کارولو محدودیت ولګاوه

ارشیف
ارشیف

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، هغو کسانو ته چې د خپلو کورونو د ساتنې لپاره‌یې د وسلو د ګرځولو جوازونه اخیستي، یوازې د همدې هدف لپاره د دغو وسلو د کارولو اجازه ورکړل شوې ده.

دغه وزارت د سې‌شنبې په ورځ «د لړم په پنځمه» پر اېکس‌پاڼه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې د شخصي ساتنې، دکانونو، سوداګریزو مرکزونو او یا نورو اهدافو لپاره د دغو وسلو کارول د مقرراتو خلاف دي.

د وزارت په وینا، که څوک له دغو مقرراتو سرغړونه وکړي، وسله به‌یې ضبط او له قانوني چلند سره به مخامخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې وخت ناوخت د کابل په ګډون د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه د وسله‌والو کسانو د ګرځېدو او وسله‌والو غلاوو راپورونه ورکول کېږي.

د افغانستان صادرات ۱۲۵،۷ میلیونه ډالره کم شوي

ارشیف، د تورخم له لارې د افغانستان د صادراتي توکو یو کاروان
ارشیف، د تورخم له لارې د افغانستان د صادراتي توکو یو کاروان

د طالبانو تر واک لاندې د احصائیې او معلوماتو ملي اداره وایي چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان د صادراتو ارزښت ۵۹۸،۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۲۵،۷ میلیونه ډالره کموالی ښيي.

دې ادارې د سې شنبې په ورځ «د لړم په پنځمه» پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې په دې موده کې د افغانستان د وارداتو ارزښت ۱۱۶،۳ میلیونه ډالره زیات شوی او ۶ میلیارده او ۶۵۶،۶ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، وچې او تازه مېوې او طبي بوټي د افغانستان د صادراتو لویه برخه جوړوي، په داسې حال کې چې نفتي مواد، غوړي، ماشینونه او ترانسپورټي وسایط د دغه هېواد عمده وارداتي توکي دي.

د ایران ولسمشر او د قطر امیر په روسیه کې سره وکتل

په روسیه کې د ګازو صادروونکو هېوادونو د ټولنې د مشرانو د اتمه سرمشریزه
په روسیه کې د ګازو صادروونکو هېوادونو د ټولنې د مشرانو د اتمه سرمشریزه

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني د سې شنبې په ورځ «د لړم/ عقرب په پنځمه» په روسیه کې د ګازو صادروونکو هېوادونو د ټولنې د مشرانو د اتمې سرمشریزې په څنډه کې سره وکتل.

د ازادې اروپا راډیو/ازادي راډیو د ایران څانګې، راډیو فردا، د ایران د «ایرنا» خبري اژانس په حواله راپور ورکړی چې دواړو مشرانو په دې کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو او د انرژۍ په برخه کې د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.

مسعود پزشکیان د دوشنبې په ورځ په تهران کې د ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره په څلور اړخیزه غونډه کې تر ګډون وروسته، د همدې ورځې په ماښام له ایران څخه روسیې ته ولاړ.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG