تازه خبر
دوشنبه ۲ لیندۍ ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۳۶

"سرحدي پوستې؛ ځکه سقوط کوي چې عسکر وکيلانو سره دي"

ويل کيږي، په پکتيا کې د سرحدي سيمو پوستې د امنيتي ګواښونو لاندې دي، د ځينو چارواکو او سيمې خلکو په خبره، د دغو سرحدي پوستو پوليس خپلې وظيفې نه اجرا کوي او د خدمتي په نوم له وکيلانو، سياسيونو او مخورو سره ګرځي.

د پکتيا يو شمېر مدني فعالان ولايتي شورا وکيلان او ځيني اداري چارواکي وايي چې د دې ولايت د سرحدي پوستو ډېر شمېر عسکر پارلماني او يو شمېر ولايتي شورا وکيلانو سره خدمتي ګمارل شوي دي.

د دوی په خبره دغه عسکر چې شمېر يې نږدې ۱۲۰ تنو ته رسيږي، ټول امتيازات له سرحدي پوستو اخلي او وظيفه د وکيلانو او ځينو مخورو په زور د هغوی په کورونو او يا دفترونو کې اجرا کوي.

مدني فعالان په دې اند دي چې د پکتيا ډنډې پټان او ځاځي اريوب سرحدي سيمو لويې او وړې پوستې چې ډېورنډ سره اوږده پوله لري، ډېر وخت د وسله والو او پاکستاني پوځونو سره د مخامخ جګړو شاهده او له سترو ګواښونو سره مخ ده.

د ولايتي شورا وکيلان وايي، دوی له چارواکو سره ولسواليو ته د سفر پر مهال دا موضوع په دقيق ډول وڅېړله، خو تر دې مهاله د دغو کسانو د بېرته ځای په ځای کېدو لپاره کوم اقدام نه دی شوی.

د پکتيا يو شمېر مدني فعالان ولايتي شورا وکيلان او ځيني اداري چارواکي وايي چې د دې ولايت د سرحدي پوستو ډېر شمېر عسکر پارلماني او يو شمېر ولايتي شورا وکيلانو سره خدمتي ګمارل شوي دي.
د پکتيا يو شمېر مدني فعالان ولايتي شورا وکيلان او ځيني اداري چارواکي وايي چې د دې ولايت د سرحدي پوستو ډېر شمېر عسکر پارلماني او يو شمېر ولايتي شورا وکيلانو سره خدمتي ګمارل شوي دي.

د پکتيا ولايتي شورا غړی ډاکټر عالمير بهرام زوی یې په اړه وايي:

"موږ تقريباً ۲۰-۲۵ شپې مخکې د پکتيا سرحدي سيمو څخه د امنيه قومندان سره چې نوی مقرر شوی ليدنه لرله، په دې کې مو دا معلومه کړه چې د ۵۰-۶۰ په تعداد کې سرحدي پوليس د ډنډې پټان له سرحدي پوستو او همدومره د ځاځي اريوب له سرحدي پوستو خدمتي د وکيلانو او په کابل کې د ځينو کسانو سره ګمارل شوي، يوازې دغه نه وو، د محلي پوليسو او ملي پوليسو په ليکو کې هم داسې افراد موجود وو چې خدمتي د ځينو مخورو، وکيلانو او ځينو چارواکو سره ګمارل شوي وو."

نوموړی دا هم وايي چې که دغه عسکر په خپلو پوستو کې نه وي، د يادو پوستو ساتنه مشکله کيږي او په خبره يې عسکرو د وکيلانو او مخورو په زور ځانونه هلته استخدام کړي او بيا د هغوی سره د خدمتي په نوم ګرځي.

دی که څه هم دا نه مشخصوي چې دغه پولیس د کومو وکيلانو او مخورو سره وظيفه اجرا کوي، خو په خبره يې داسې ليدل شوي چې يو څوک د عسکر معاش اخلي خو په خپلو کورونو او شخصي کار او بارونو کې بوخت دي.

د پکتيا ولايتي شورا ريس عبدالروف خان ځدراڼ هم وويل چې دوی د ولايتي ادارې او ان له ځينو مرکزي اداري مشرانو څخه غوښتنې کړې دي چې ياد خدمتي کسان بېرته خپلو ځايونو ته وليږي، خو چا يې په خبرو اقدام نه دی کړی.

دی زياتوي، که دغه خدمتي پوليس خپلو سيمو ته ور ونه ګرځي، سرحدي پوستې يې له سقوط سره هم مخ کېدلی شي او غوښتنه کوي چې مرکزي اداره دې د سيمو څخه د دفاع په خاطر دغه پوليس بېرته په خپلو ځايونو کې ځای پر ځای کړي.

ښاغلي ځدراڼ زیاته کړه:

"واقعاً دا خبره رښتيا ده، د ۱۲۰ او تر دې په زياته اندازه سرحدي پوليس له وکيلانو او ځينو زور واکانو سره خدمتي ګمارل شوي دي چې موږ دا خبره له والي صاحب سره او په ځينو اداري مجلسونو کې ياده کړې ده چې دا کسان دې بېرته ځای پرځای شي، خو که چېرته ځای پر ځای نه شي، ستونزې زياتيږي ورسره او زموږ غوښتنه همدا ده چې دا خلک دې خپلو وظيفو ته ستانه شي، که داسې نه وي پوستې له خطر سره مخ کيږي."

د نوموړي په خبره چې د سرحدي پوليسو موضوع جدي ونه نيول شي، که په سرحدي پوستو کې هره مسئله پېښيږي، مسوليت به يې د ولايتي او ان د مرکز چارواکو په غاړه وي.

که څه هم وکيلان او مدني فعالان د هغو چارواکو له نومونو اخېستو څخه ډډه کوي چې تر شا يې سرحدي او محلي پوليس د خدمتي په نوم وظيفه اجرا کوي، خو ځيني مدني فعالان بيا د ځينو کسانو دندې مشخصوي.

مدني فعال او خپلواک خبريال سميع الله پيوند یې په اړه وايي:

"موږ چې څومره معلومات لرو په ډېر شمېر کې سرحدي پوليس او سرتيري له وکيلانو، پخوانيو واليانو، سناتورانو او ځينو کابل مېشتو سياسيونو سره خدمتي کار کوي چې دې يوه لويه خلا ايجاد کړې او دغه ستونزه بايد جدي ونيول شي، که دغه پوليس په خپلو ځايونو کې نه وي سيمې هم له سترو ګواښونو سره مخ کېدلای شي."

دی دا هم وايي چې په تېر لمريز کال کې د ډنډې پټان سرحدي پوستې د سختو جګړو لاندې وې او په پوستو کې عسکر نه وو موجود او په خبره يې که سږ کال دغه پوليس او سرتېري بيا هم نه وي، د جګړو پرمهال د سرحدي پوستو د سقوط امکانات ډېريدلای شي.

د وکيلانو او مدني فعالانو د دې خبرو په اړه چې يو شمېر سرتيري خدمتي دنده ترسره کوي او په خپلو ځايونو کې نه شته، د هغوی مسول چارواکي له نظر ورکولو ډډه کوي، خو په سوېل ختيځ زون کې د پوليسو د ۵۰۵ سپين غر زون قومندان پاسوال اسدالله شېرزاد دا مني چې ځينې کسان يې خدمتي ګمارل شوي، خو د بېرته ځای په ځای کېدو هڅه يې روانې کړې دي.

ښاغلي شېرزاد زیاته کړه:

"زه دا منم چې په محدود شمېر کې سرحدي پوليس به چېرته خدمتي ګمارل شوي وي، خو موږ يې د بېرته ځای پر ځای کېدو کارونه ګړندي کړي دي."

دی دا نه وايي چې په څومره تعداد کې محلي، ملي او سرحدي پوليس له ځينو چارواکو سره خدمتي ګمارل شوي، خو وکيلان، مدني فعالان او د ځينو امنيتي ادارو ځينې چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط دا وايي چې تر ۲۰۰ زيات سرتيري يې په خپلو دندو کې نه شته او خدمتي وظيفه اجرا کوي.

راپور- داود تپان- پکتيا

​
XS
SM
MD
LG