تازه خبر
دوشنبه ۲ لیندۍ ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۳۶

پکتیا: ځیني پارلماني وکيلان په پروژو کې ونډه لري

د پکتيا يو شمېر اوسېدونکي، قومي مخور او مدني فعالان وايي چې ځينې پارلماني وکيلان يې په پروژو کې ونډه لري.

دوی وايي چې که چېرته کومه پروژه د پارلماني وکيل په ګټه نه وي؛ په مخکې يې خنډونه جوړيږي او په کومو پروژو کې چې وکيلان سهم لرونکي وي؛ هغه پروژې تطبيق کيږي او په خبره يې چې په ځينو رياستونو کې مستقيماً داسې مداخلې کوي چې خپل کسان ورته د ريسانو او مامورينو په توګه راولي.

د پکتيا د بېلابېلو سيمو څو تنو اوسېدونکو د پارلماني او نورو وکيلانو په اړه داسې نظر لري:

”۱- د پارلمان وکيلانو خو پکتيا ته څه خدمت نه دی کړی؛ خپلو کورنو ته يې خدمت کړی دی؛ کومې پروژې چې پکتيا ته راځي، هغوی کې دوی خپلې پيسې اخلي او په کومو پروژو کې چې د دوی ګټې نه وي؛ بيخي هغه پروژه نه تطبيق کيږي، که بيخي دا پارلمان نه وي؛ ښه به وي.

۲- زه په دې عمومي پکتيا کې ګرځم؛ په هر کونج او هره کوڅه کې، تر اوسه ما داسې يو شی نه دی ليدلی چې چا دې راته ويلي وي چې دا د پلاني وکيل په خبره؛ غوښتنه او يا بله څه کيسه جوړ شوی دی.

۳- وکيلان ښيم، فساد ټول دوی جوړ کړی دی، يو ښه سړی نه شی راوستلی چې ادارې ته دې راشي؛ زه هم وکيل يم، ته هم وکيل يې زما چې چا کې ګټې دي زه هغه ريیس راولم او د تا چې چا کې ګټې دي، ته هغه ريس راولې."

يوازې دغه څو تنه نه دي چې د پارلماني وکيلانو د کار په اړه منفي نظر ورکوي؛ ډېر نور ورته کسان هم په ولسواليو کې وو چې له موږ سره په خبرو کې يې وکيلانو ته سپکې سپورې ويلې او څرګندوله يې چې پارلماني وکيلان يې يوازې د ټاکنو پر وخت ورڅرګنديږي.

د پکتيا ولايتي شورا پخوانی ريیس، قومي مخور او مدني فعال ښايسته جان احدي د خلکو خبرې تاييدوي او وايي چې ډېر وکيلان داسې هم شته چې د پروژو لپاره د وزيرانو په همکاري رياستونو او ادارو ته خپل کسان راولي:

”زه بلکل له دې خبرې سره موافق يم چې پارلماني وکيلانو له ځينو وزيرانو سره تړونونه کړي دي چې هغو ولايتي ادارو ته خپل کسان پرې راولي چې عوايد لري؛ يو کس هلته تش په نوم باندې کېنوي او خپل کارونه کوي او پارلماني وکيلان دلته خپل ريیسان او مديران او خلک ګماري او لري يې.“

نوموړی دا هم وايي چې وکيلان په هغه وخت کې دې ولايت ته سفرونه کوي چې د ګټې وخت يې وي او له هغه پرته په دې ولايتونو کې چا نه دي ليدلي:

”رښتيا سره پارلماني وکيلان او يا په ملي شورا کې زموږ استازي کوشش کوي چې په وزيرانو فشار راوړي؛ څو پورې پروژې واخلي او بيا دوی پکتيا ته په هغه وخت کې سفرونه هم کوي چې غواړي خپلې پروژې وڅاري او پرته له دې موږ نه دي ليدلي؛ ښه بېلګه يې په دې څلورو کلونو کې د دوی د ژمني او اوړي رخصتیانې دي چې دوی په پکتيا کې نه دي تېرې کړې او د خپلو مؤکلينو ستونزې يې نه دي اورېدلې او نه يې د حل په لارو چارو فکر کړي دی.“

يو شمېر مدني فعالان هم په وکيلانو تور پورې کوي چې د دې ولايت لپاره يې تر دې دمه ښکاره پرمختيايي کار کې ونډه نه ده اخيستې.

مدني فعال نجيب الله هاند وايي چې پارلماني وکيلان يې د نورو ولايتونو د وکيلانو په نسبت ډېر کمزوري دي او په خبره يې د دې ولايت لپاره يې څه نه دي کړي:

”داسې ښکاره کار يې موږ نه دی ليدلی چې دوی به ترسره کړی وي؛ يا دې يې د خپلو موکلينو ستونزې اورېدلې وي؛ وکيلان يو کار کولای شي چې د زده کړو لپاره بورسونو زمينه سازي وکړي چې زموږ وکيلانو يوازې خپلو کورنيو او خپلو، خپلوانو ته کړي دي؛ نور يې په دې برخه کې هم چاته کار نه دی کړی.“

د نوموړي په خبره چې پارلماني وکيلان د دې ترڅنګ چې په حقوقي مسايلو کې خپل وخت ولګوي، په هغو رخصتيو کې چې قانون دوی ته ورکړي دي هم د خپلو موکيلينو سره نه ويني.

په ولسي جرګه کې د پکتیا د خلکو استازی ګل پاچا مجیدي وايي؛ یقیناً ځیني پارلماني وکیلان په ځینو پروژو کې مستقیم او یا غیر مستقیم ونډه لري. نوموړي زیاته کړه، چې په وکیلانو کې توپیر شته، ټول داسې نه دي چې په پروژو کې ونډه ولري.

ښاغلی مجیدي وايي، چې وکیلانو په رښتیا هم ځیني کدرونه په دولتي ادارو کې په دندو ګمارلي دي او دا کار یې د ولس په غوښتنه کړې او په وینا یې، ځکه ولس هیله لرله چې د دوی کدرونه په اړوندو ولایتونو کې ښې دندې ولري.

ګل پاچا مجیدي زیاتوي، که چېرې همدا ګمارل شوي کسان په اداري فساد کې ښکیل وي؛ دا په دوی پورې اړه نه لري.

خلک دا شکايتونه په داسې حال کې کوي، چې د چارو کارپوهانو په خبره په ډېرو پروژو کې وکيلان سهم لري او ډېرې روانې پروژې او يا پلې کېدونکې پروژې د دوی په ډېره ګټه تماميږي.

دا یوازې د پکتیا ولایت نه دی چې خلک یې د وکیلا له کړنو سر ټکوي؛ بلکه د افغانستان د نورو ولایتونو اوسېدونکي هم تل دا شکایت کوي چې یوشمېر وکیلان د موکلینو د ستونزو د حل پر ځای په خپلو شخصي ګټو بوخت دي.

راپور – داود تپان - پکتيا

​
XS
SM
MD
LG