د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۲

امریکا د ایران په اړه د "م.م "د غونډې جوړولو غوښتنه وکړه


امریکا او درېیو متحدانو يې د ایران د میزایلو د پرواګرام په اړه د سپیناوي په هدف د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې غوښتنه وکړه.

متحده ایالات، فرانسه، جرمني او بریتانیه وايي، د ایران د میزایلو ازمیښتونه د امنیت د نړیوالې شورا د پرېکړه لیک خلاف دي.

د ایران د میزایلو دا ازمایښتونه ملاتړي هم لري او پر وړاندې يې مخالفت هم کېږي.

ایران او روسیه وايي، دا ازمیښتونه د امنیت د نړیوالې شورا له هغه پرېکړه لیکه سرغړونه نه ده چې د تهران او نړیوالو قوتونو ترمنځ له اټمي توافق وروسته صادر شوی دی.

د ملګرو ملتونو په پریکړه لیک کې له ایران غوښتنه شوې چې هېڅ ډول توغندي چې اټمي سروکي وړلی شي، و نه ازمايي.

خو امریکا جرمني، فرانسه او بریتانیه بیا دا ازمیښتونه د امنیت د نړیوالې شورا له پرېکړه لیک ښکاره سرغړونه ګڼي.

امریکا او دغو درېیو متحدانو يې ملګرو ملتونو ته په یوه لیک کې د ایران د میزایلو پروګرام پارونکی او بې ثباته کونکی بللی دی.

په دې لیک کې راغلي، شهاب درې منځنۍ واټن ویشتونکي او قیام یو توغندي اټمي سروکي وړلی شي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې سمنتا پاور په روانه میاشت کې وویل، د امنیت شورا باید د ایران د میزایلو د پروګرام پر وړاندې خپل مسؤلیت ادا کړي:

"دا میزایل داسې ډیزاین شوي چې اټمي سروکي وړلی شي، شورا باید دې ته ځواب ورکړي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اړتیا لري چې خپل مسؤلیت ادا کړي."

ایران وايي، داسې میزایل نه لري چې اټمي سروکي انتقال کړي بلکې د دې هېواد د میزایلو پروګرام دفاعي بڼه لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وايي، له خپل راکټي ځواک څخه پرته له ځانه د دفاع د هېڅ چا پر ضد ګټه نه پورته کوي.

راپور: رضوان مراد

XS
SM
MD
LG