د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۰

ایران د منځني واټن بالستیک توغندي وازمویل


په تېرو دوو ورځو کې یعنې د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو ایران د بالستیک څو توغندي د دې سربیره وازمویل چې امریکا اعتراض پرې وکړ.

داسې ښکارې چې ایران له دې ازموینو سره خپل زور اسراییل ته ورښکاره کړ.

د ایران سپاه پاسداران انقلاب وسله واله ډله وایي، د «قدر» په نوم توغندی د اسراییل د ویشتلو لپاره جوړ شوی دی.

د سپاه پاسداران د هوایي ځواکونو قوماندان برید جنرال امیرعلي حاجي زاده ایسنا خبري اژانس ته وویل چې دا توغندي د دوه زره کیلومتره هدف لپاره جوړ شوي دي:

"طبیعتاً هر څومره چې زموږ دښمنان فشار زیاتوي او بندیزونه ډيروي د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي او انقلابي ځواکونو غبرګون د دښمنانو په وړاندې زیاتیږي، حرکت او هڅې به هم ورسره زیاتې شي او ورځ تر بلې به خپل ځواک پیاوړی کړو."

امریکایي چارواکي وایي چې دوی د ایران د دغو توغندېو له ازموینې مخکې له مخکې خبر وو.

سپینه ماڼۍ اوس پر دې فکر کوي چې څرنګه عکس العمل له خپل لوري څرګند کړي او څه ډول غبرګون ملګري ملتونه وښيي.

د واشنګټن په وینا داسې ازموینې د ملګروملتونو له پریکړه لیکه ښایي سرغړونه حساب شي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جان کربي د ایران د توغندیو له تجربو وروسته په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل:

"د بهرنیو چارو وزیر جان کري د دې راپورونو په اړه اندیښنې نن د ایران له بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره شریکه کړې."

د جنوري په میاشت کې امریکا د هغو کسانو او شرکتونو پرضد بندیزونه ولګول چې د ایران د توغندیو په مخکیني پروګرام کې یې لاس درلود.

دا بندیزونه د ایران له لوري د منځني واټن توغندېو د ازموینې لپاره ولګول شول. خو د ایران نوي توغندي د ایراني پوځي چارواکو په وینا اسراییل ویشتلی شي. د ایران او تل ابیب یا بیت المقدس ترمنځ د هوا له لارې نژدې فاصله شاوخوا زر کیلومتره ده.

په منځني ختیځ کې اسراییل یوازینی هېواد دی چې اټمي وسلې لري خو په دې برخه کې ښکاره خبرې نه کیږي.

دا به په راتلونکو ورځو کې معلومه شي چې اسراییل د ایران د خبرداري په اړه څه وایي او ترڅه بریده د ایراني چارواکو خبرې جدي ګڼي؟

XS
SM
MD
LG