د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۴

په پاکستان کې له بمي حملو وروسته د افغان کډوالو زورونه


د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان حکومت باید له کډوالو سره د بشري حقونو مطابق چلند وکړي نه د سیاسي مسایلو له مخې.

د دې وزارت مطبوعاتي سلاکارد چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په پاکستان کې تر تروریستي حملو وروسته افغان کډوال زورول کېږي.

ورسته ترهغې چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د زورولو او بندي کولو په اړه ځیني راپورونه خپاره شول د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې تر اوسه دوی ته د افغانانو د نیول کیدو او یا بیرته راشړل کیدو په اړه کوم رسمي مکتوب او شمېرې نه دي رسیدلي.

د یاد وزارت مطبوعاتي سلاکارحفیظ احمد میاخیل د ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې په تېر کې د داسې حملو وروسته په پاکستان کې میشت افغان کډوال زورول کیدل او د دوی په ژوند یې مستقیماً بد اغیز کړی دی.

ښاغلی میاخیل وايي چې په دې اړه افغان حکومت تل خپل غږ پورته کړی او په لاهور کې د بمي چاودنې وروسته تر اوسه دوی ته د پېښې د بیا تکراریدو په اړه څه نه دي ویل شوي.

ښاغلي میاخېل زیاته کړه:

"که څه هم تراوسه کومه رسمي موضوع زموږ سره شریکه شوي نه ده چې څومره افغانان هلته نیول شوي دي، خو که داسې کوم کار وي د کډوالو وزارت ژر تر ژره اقدام کوي او بیا یې خوشې کوي هغسې لکه مخکې یې چې خوشې کړي دي، موږ همدا اوس معلومات ټولوو چې که څه ستونزه وي او یا دوی په توقیف خونو کې وي موږ ژر اقدام وکړو."

تېره یکشنبې ناوخته د پاکستان په لاهور ښار کې د بمي چاودنې په نتیجه کې نږدې ۷۰ کسان مړه او تر ۳۰۰ نور ټپیان شول.

ویل کیږي چې له دې پېښې وروسته پاکستاني پولیسو له پنځو زرو ډير کسان نیولي چې د راپورونو له مخې افغانان هم په کې شامل دي.

په ځينو چاپي رسنیو کې بیا داسې هم راغلي دي چې تیره ورځ ۱۸۸ افغان کډوال چې په خېبر پښتونخوا کې میشت وو؛ د پاکستاني پولیسو له خوا افغانستان ته را اړول شوي دي.

افغان حکومت وايي چې هلته د افغان کډوالو ستونزو د حل په خاطر به ډیر ژر د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر پاکستان ته سفر وکړي.

په پاکستان کې د تروریستي پېښو وروسته تل افغان کډوالو ته د شک په سترګه کتل کیږي.
په پاکستان کې د تروریستي پېښو وروسته تل افغان کډوالو ته د شک په سترګه کتل کیږي.

په همدې حال کې UNHCR یا د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو اداره په دې اندیښنه ښيي چې په پاکستان کې د تروریستي پېښو وروسته تل افغان کډوالو ته د شک په سترګه کتل کیږي.

په افغانستان کې د دغې ادارې ویاند نادر فرهاد ازادي راډيو ته وویل چې پاکستان نه باید افغان کډوال وزوروي.

ښاغلي فرهاد زیاته کړه:

"هغه افغانان چې د جرم له ثابتیدو پرته د انتحاري یا بمي حملې په اړه نیول کیږي د اندیښنې وړ خبره ده، داسې پېښې مخکې هم شوي دي چې ډیر کله د UNHCR له مداخلې وروسته خوشې شوي دي. زموږ غوښتنه تل دا ده، افغانان چې خپله د ترهګری قرباني دي او په پاکستان کې ژوند کوي هر کله چې په کومه پېښه کې ښکیل نه وي نه باید ونیول شي."

په همدې حال کې د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي چې ګاونډیان په تیره بیا پاکستان غواړي له دې لارو پر افغان حکومت فشارونه ولري.

د مشرانو جرګې دوهمه منشي نجیبه حسیني وايي چې پاکستان د دې لپاره چې خپلو خلکو ته یې ذهنیت او ډاډ ورکړی وي له افغان کډوالو سره ناوړه چلند پیلوي.

میرمن حسیني وايي چې د افغان حکومت وظیفه دا ده چې په جدي ډول دا مساله وڅيړي او د هغو ستونزو ځان خبر کړي چې هلته میشت افغان کډوال ورسره مخ کیږي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG