د بشري حقونو نشریې هیومن رایټس واچ په پاکستان کې د افغان مهاجرو پر وضعیت لیکنه خپره کړې. په دې لیکنه کې، چې سرلیک یې دی:
«پاکستان تر ۲۰۱۷ پورې د افغان کډوالو د هستوګنې موده اوږده کړه» ویلي چې د پاکستان حکومت باید د ۲۰۱۷ میلادي کال د دسمبر تر یو دېرشمې پوري د افغانانو د قانوني هستوګنې د مودې د تمدید ترڅنګ د هغوی د بشري حقونو خلاف سرغړونې کمې کړي.
په دې لیکنه کې وړاندې راغلي:
هیومن رایټس واچ یا د بشري حقونو د څار ډلې ویلي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د هستوګنې غیر یقیني او نامطمین وضعیت پاکستاني پولیس د افغان مهاجرو ځورولو، ګواښلو او له هغوی څخه پیسو اخیستلو ته هڅولي دي.
دا نشریه وايي چې پاکستاني پولیس په ځانګړي ډول د ۲۰۱۴ کال د دسمبر په شپاړسمه په پېښور کې د پاکستان پر پوځي ښوونځي د طالبانو له حملې وروسته د افغان مهاجرو ځورولو ته زیات تشویق شوي دي.
د بشري حقونو د څار ډلې د اسیايي څانګې مرستیال رييس فیلیم کاین وايي چې د پاکستان د حکومت له لوري د افغان مهاجرو د هستوګنې د مودې اوږدېدو د افغان کډوالو نه مصونیت لږ کړی، خو پکار ده چې د پاکستان حکومت د پولیسو له لوري د افغانانو ځورول هم ودروي.
د هیومن رايټس واچ په وینا د پاکستان د پولیسو له لوري د افغان مهاجرو ځورېدا سبب شوې چې افغان کډوال تګ راتګ محدود کړي، اقتصادي ستونزې یې ډېرې شي او د تعلیم او کار په لاره کې یې خنډونه پېښ شي.
فارن پالیسي خپرونې بیا د امریکا د پوځ له لوري هغو پوځیانو ته د سزا ورکولو په باب لیکنه خپره کړې چې په کندوز ښار کې د بې پولې ډاکترانو پر روغتون په حملې کې ښکېل ول.
خپرونه وايي، پنټاګون تیاري نیسي چې د امریکا د پوځ یو شمېر خاصو عملیاتي ځواکونو او نورو کسانو ته چې په کندوز کې یې د بې پولې ډاکترانو پر روغتون په حمله کې لاس درلود، سزا ورکړي.
د کندوز په حمله کې ۴۲ تنه وژل شوي وو.
د بریتانیا مېل ورځپاڼې، چې انلاین هم خپرېږي، د افغانستان د نولس سوه شپېتمې میلادي لسیزې عکسونه خپاره کړي او ورته لیکلي یې دي چې دا عکسونه له اوسني جنګ ځپلي افغانستان سره ډېر توپیر لري.
په دې عکسونو کې د هماغه وخت امن او خوندي افغانستان په داسي حال کې لیدل کېږي چې تر نن ورځ ډېر ازاد و. نارینه وو او ښځو د لوېدیځوالو په شان جامې اغوستي دي.