افغان چارواکي ټینګار کوي چې د ورېښمو لارې د جوړېدو لپاره په شدت سره کار روان دی.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي د شنبې په ورځ ازادی راډيو ته وویل، د هېواد په څو سیمو کې د اورګاډي د پټلیو جوړېدل ددغو هڅو یوه برخه ده.
د ورېښمو د لارې جوړېدل د افغانستان او سیمې یوه پخوانۍ هیله ده ځکه دا لار په سیمه کې د پراخو اقتصادي پرمختګونو زمینه برابروي او منځنۍ اسیا له جنوبي، ختیځو او اروپایي هېوادونه سره نښلوي.
افغان چارواکي همدا راز وایي چې حکومت د دغې لارې ارزښت ته په کتو په دې برخه کې خپلې هڅې تېزي کړي څو دا تاریخي لاره بیا و رغوي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:
"د افغانستان حکومت په پام کې لري تر یوې یا دوو میاشتو پورې له اروپا سره نښلیدونکې یوه لار چې د ورېښمو د لارې یوه برخه ورته ویلی شو، د فاریاب د اقینې بندر کې پرانېزي، بله لاره د اورګاډې پټلۍ ده چې د چاه بهار له لارې افغانستان ته راځي، دا ټول د افغانستان د حکومت پروګرامونه دي چې جنوبي اسیا له شمالي سره او ختیځه اسیا له لوېدیځې سره نښلوي."
د سوداګرۍ اوصنایعو وزارت چارواکي وایي، مرسته کوونکي هېوادونه هم چمتو شوي څو له افغانستان سره د دغې لارې په بیا جوړېدو کې مرسته وکړي.
خو دغه چارواکي امنیتي ننګونې بیا هم یو خنډ بولي.
تاریخ لیکونکي د ورېښمو د تاریخي لارې زوړوالی دوه زره کاله ښيې چې د چین، اروپا، اسیایي هېوادونو او افریقا تر منځ د مادي او فرهنګي تبادلې د پله په نوم هم یادېده.
د دوی په لیکنه، دغه لاره لومړۍ له هند څخه تر جلال اباده پورې رسېدله چې اوس هم د کابل او جلال اباد پر لارې یوه سیمه د ورېښمو تنګي په نوم یادېږي.
په کابل کې د چین سفیر یاوجینګ هم د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې هیله څرګنده کړې ده چې د ورېښتو د لارې ابتدایي چارې به د افغانستان له خوا بشپړي شي او چین ته به د اجرایيه رییس عبدالله عبدالله د راتلونکي سفر پر مهال چې د راتلونکې ثور په میاشتي کې کېږي، پرې توافق وشي.
اخوا ټایمز اف انډیا ورځپاڼې لیکلي چې د ورېښو لاره د امنیتي ملحوظاتو په خاطر له افغانستانه نه بلکې د پاکستان له لارې تېرېږي.
ورځپاڼې په دې برخه کې د پاکستان- چین پر اقتصادي کوریډور د چین ۴۶ میلیارډه ډالرو پانګونې ته اشاره کړې ده.
د اقتصادي چارو کارپوه سیف الدین سیحون هم همدا موضوع تاییدوي او وایي چې د سیمې هېوادونه له یو بل سره اړیکې لري او د افغانستان له خاورې نا امنه لارو ته زړه نه ښه کوي.
"د منځنۍ اسیا ټول هېوادونه له اروپا سره لاره لري، افغانستان باید د سیمې او نړۍ سره اساسي ترانزیټي لارې و لري چې نه یې لري، چین هیڅ کله د پامیر له لارې نه غواړي لاره جوړه کړي ځکه دغه هېواد د قراقرم له لارې له پاکستان سره وصل دی او پاکستان چین له نړۍ سره نښلوي."
د ډاډمنو ترانزیيټي لارو نشتون د افغانستان لپاره یوه جدي ستونزه ګڼل کېږي چې پاکستان تل د افغانستان له دغې اقتصادي او ترانزیټي اړتیاوو څخه سیاسي ګټه پورته کړې ده.
اوس د افغانستان حکومت هیله څرګندوي چې د ورېښمو د لارې په جوړېدو سره به افغانستان د سیمې له نورو هېوادونو او اروپا سره لارې پیدا کړي او د پاکستان له اړتیا به تر یو بریده ووځي.
راپور: محمد قسیم سوله مل