د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

کندز والي: غیر مسؤل وسله وال خلع سلاح کېږي


د کندز سیمه ییز چارواکي وايي په خان اباد ولسوالۍ کې د غیر مسؤل وسله والو پر وړاندې یې د خلع سلاح کولو عملیات پیل کړي دي.

اسدالله عمرخېل ازادي راډیو ته وویل چې د یادو عملیاتو پر مهال یې د غیر مسؤله وسله والو یو مهم مرکز ویجاړ کړي او درې تنه غیر مسؤل وسله وال یې نیولي دي.

عمرخېل، غیرمسوول وسله وال د امنیت راوستو په برخه کې لوی خنډ بولي او وايي چې دغه وسله وال د انسان تښوونې وسله والو غلاو، د بې ګناه انسانانو په وژلو او نورو ورته پېښو کې لاس لري:

"د غیرمسؤل وسله والو دوه لویي ډلې مو ورپسې واخيستې او که هوا لږ ښه وي نو موږ د دوی پر وړاندې هوايي عملیات هم پیل وو، څو موږ دغه کسان ژوندې نیولي وای، خو اوس دوی له سیمې څخه په تيښتې بریالي شول، خو موږ دوی داسې نه پرېږ دو."

د کندز والي، ټولو غیر مسؤل وسله والو ته خبرداری ورکړ چې که په سیمه کې له خپل سري وسله وال فعالیت څخه لاس وا نخلي او خپلې وسلې دولت ته تسلیم نه کړي د دولت له کلک غبرګون سره به مخامخ شي.

د معلوماتو له مخې، په خان اباد ولسوالۍ کې څه باندې درې زره غیر مسؤل وسله وال شتون لري چې په سپکو او درنو وسلو باندې سمبال دي.

په ورته وخت کې د کندز امنیه قوماندان جنرال محمد قیسم جنګل باغ بیا وايي چې غیر مسوول وسله وال ډېرې وخت په سیمه کې پر انسان تښونۍ او وسله والو غلاو باندې لاس پورې کوي او خلک هم په یو نوم او بل نوم ځوروي.

نوموړی غیر مسؤل وسله وال د امنیت او ثبات پر وړاندې لوی ګواښ بولي:

"دغه ټوپکیان په سیمه کې خلک ځوروي او موږ دلته راغلو څو دوی خلع سلاح کړو او زه دوی ته خبرداری ورکوم چې خپلې وسلې دولت ته سپارې او کنه پر وړاندې به یې موږ ستر پوځي عملیات پیل کړو."

په همدې حال کې د خان اباد ولسوالۍ یوشمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې دوی په سیمه کې د خپلسرو ټوپکیانو له خپلسري او زور زیاتي څخه ډېر په تنګ راغلي دي.

د نورو په استازیتوب د خان اباد ولسوالۍ د کهنه قشلاق کلي یوه تن مخور ازادي راډیو ته داسې وویل:

"والي صاحب د خداي روی ته وګورئ موږ د دغو ټوپکیانو له شر څخه خلاص کړي، څو خپل کلي کې په ارامه فضا کې ژوند وکړو او دغه ټوپکیان پر هيڅ چا باندې هم زړه سوې نه کوي."

اسدالله عمرخېل د خان اباد ولسوالۍ خلکو ته ډاډ وکړ چې وروسته له دې هیڅ چا ته اجاره نه ورکوي چې په دې ولسوالۍ کې د خلکو پر وړاندې ستونزې جوړي کړي.

داسې ویل کېږي د خان اباد ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې یو زیات شمېر خلک د خپلسرو ټوپکیانو د بې ځایه ځورونۍ او خپلسریو له کبله له وسله والو طالبانو سره یوځای شوي دی، ځکه دولت د خپلسرو وسله والو د مخنیوي په برخه پاتي راغلي دي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG