د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

افغانستان د بالي په کنفرانس کې خپلې طرحې مطرح کوي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په اندونیزیا کې د انساني قاچاق په اړه جوړېدونکي کنفراس کې به خپلې غوښتني مطرح کړي.

ددغه وزارت چارواکي وايي د اندونزیا په بالي ښار کې د انساني قاچاق او غیر قانوني مهاجرت د مخنیوي په کنفراس کې د ګډون لپاره د افغان حکومت پلاوی له مشخصو طرحو سره دغه هېواد ته تللی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اداري او مالي مرستیال نصیر احمد اندیشه په مشرۍ د افغان حکومت پلاوی د بالي په کنفراس کې د ګډون لپاره اندونزیا ته تللی دی.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دغه کنفراس کې به افغان حکومت د انساني قاچاق او د غیر قانوني مهاجرتونو د مخینوي په برخه کې خپلې منظمې طرحې او پلانونه مطرح کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال خیرالله ازاد وايي، افغانستان خپله د انساني قاچاق او غیر قانوني مهاجرتونو څخه د زیانمن هېواد په توګه غواړي په دې برخه د نړیوالو همکاري جلب کړي.

ښاغلي ازاد د چهارشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"افغانستان یوه له هغو هېوادونو څخه دی چې د انسان د قاچاق د شبکو تر تهدید لاندې دی او د همدې لپاره افغانستان دغه کنفراس کې خپل موقف او همدا رانګه خپل هغه اقدامات چې کړي دي او یا یې غواړي وکړي د نړیوالو سازمانونو ملاتړ ترلاسه کړي."

ټاکل شوې چې دغه کنفرانس د مارچ د میاشتې په ۲۴مه نېټه پیل شي.

د بالي پروسه په د ۲۰۰۲ کال کې د اندونیزیا او اسټرلیا په نوښت په دې هدف پیل شوه چې د دغه پروسې غړي هېوادونه او نړیوال سازمانونه چې شمېریې له ۴۰ اوړي، په ګډه د انساني قاچاق او غیر قانوني مهاجرتونو مخه ونیسي.

افغانستان په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د بالي په پروسه کې غړیتوب ترلاسه کړ.

که څه هم افغان حکومت د بالي په کنفراس کې د انساني قاچاق او د غیر قانوني مهاجرتونو د مخنیوي په برخه کې د مشخصو طرحو د وړاندې کېدو خبره کوي خو سیاسي کارپوهان بیا په دې برخه کې افغان حکومت ناکام بولي.

سیاسي کارپوه مسعود فریور وايي، تر هغې چې افغان حکومت په کور دننه ځوانانو ته د امنیت ترڅنګ مناسب کاري فرصتونه برابر نه کړي د انساني قاچاق او غیر قانوني مهاجرتونو د مخنیوي په هدف هر ډول طرحې به یې بې نتیجې وي:

"زموږ ځوانانو ته چې ۷۰ سلنه وګړي مو ځوانان دي د دوی لپاره د کار زمینه برابره کړي دوی ته خدمات ارایه کړي دا تونایي او ظرفیت موږ په دغه دولت کې نه ګورو، ځوان نسل کار غواړي ډوډۍ غواړي خو که چېرته حالات د دوی په ذوق او خوښه نه وي بیا مجبور دي چې افغانستان پرېږدي او د قاچاقبرانو سره ځان یو کړي خپل ټول شتمني قاچاقبرانو ته ورکړي او له افغانستان څخه ووځي."

د ولسي جرګې ملي اقتصاد کمېسیون وايي، په داسې حال چې افغان حکومت په هېواد کې د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو په برخه کې ګڼې ژمنې کړي خو انتقاد کوي چې تر دې دمه یې په عملي توګه کوم ګام نه دی پورته کړی.

د دغه کمېسیون غړي محمد عمر نګیالي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځوانان له ډېره مجبوریته د ښه ژوند په هیله بهرنیو هېوادونو ته ځي خو که په کور دننه دوی ته د ښه ژوند او کار امید پیدا شي هېڅ افغان به له خپل هېواده وتو ته زړه ښه نه کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG