د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

په کندز کې سږنی نوروز د تېرو په پرتله بې خونده دی


د هېواد هر برخه ځانه ته ښکلا لري، خو د کندز رنګین او سمسور چاپېریال چې د هر انسان روح ته کوم رنګ او خوند ورکوي، نو دا ښايي د ابدان د دښتې د رنګینو ګلونو له برګته وي، خو دغه سمسور چاپېریال اوس مهال د شته ناامنیو له کبله تشي او خالي ښکاري.

د کندز یو شمېراوسېدونکو له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې شته ناامنیو او جګړو په دې ولایت کې یې د نوروز نمانځلو بڼه یې بدله کړي او سږکال خلک د پخوا په څېرد نوي کال لومړۍ ورځ ته خوشحاله نه دي.

پخوا به د نوروز په لومړۍ ورځ خلک له خپلو کورونیو سره د دې ولایت د غرونو لمنو او په ځانکړي توګه د ابدان دښتې او د کندز نورو سیمو ته به د مېلې په خاطر تلل، خو اوس خلک د جګړي او نا امنیو له وېرې له ښاره لیرې نه شي تللی.

د دې ولایت څو تنو اوسېدونکو وویل:

"د پخوا په شان خلک نوروز نه شې نمانځلی د خراب امنیت له امله.

- تېرکال د کندز خلکو لپار ډېر دردونکي کال وو، خو خلک هېله من دي چې په نوي کال کې دولتي چارواکي د دې ولایت امنیت ته توجه وکړي. "

د دې ولایت اوسېدونکي، له مرکزي حکومت او د کندز له سیمه ییزو چارواکو څخه غواړي چې په نوي کال کې د دې ولایت امنیتي وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي، څو د تېرکال پېښه بیا ځل تکرار نه شي.

په ورته وخت کې بیا د کندز امنیتي چارواکي وايي چې دوی د نوي کال د نمانځلو لپاره یې پوره چمتوالی نیولی او خلک کولای شي په ډاډه زړه د نوروز جشن ونمانځي.

د کندز د امنېي قوماندان جنرال محمد قسیم جنګل باغ ازادي راډیو ته وویل:

"خلکو ته ډاډ ورکوم چې امنیتي ځواکونو د نوروز مېلې لپاره پوره چمتوالی نیولی. "

د یادولو وړ ده، په دې ولایت کې شته نا امنیو او جګړو خلک یې له مېلو او منظرو څخه محروم کړي دي او ان یو زیات شمېرخلک د وسله والو طالبانو او غیرمسووله وسله والو له وېرې خپلو کلیو او ولسوالیو ته هم نه شي تللی.

اجمل ارین- کندز

XS
SM
MD
LG