د ننګرهار ولایتي شورا یو شمېر وکيلانو ازادي راډیو ته ویلي د دې ولایت کشفي ځواکونو دوه اوونۍ وړاندې درې هغه کانټينرونه نيولي چې د ځينو کشفي الوتکو پرزې په کې پاکستان ته قاچاق کیدلې.
د ولایتي شورا وکيل ذبیح زمری وايي، دغه کانټينرې دوه اوونۍ وړاندې نيول شوي چې دوه د تورخم په ښارګوټي کې او یو د جلال اباد تورخم په لویه لاره نيول شوي:
ښاغلي زمري زیاته کړه:
"له ننه تخمیناً دوه اوونۍ وړاندې دوه کانټینرې په تورخم ښار ګوټي کې او یو د جلال اباد تورخم په لاره د کشفي ارګانونو له خوا نيول شوي چې بیا مرکز ته انتقال شوي ویل کیږي چې په دې کانټینرو کې د الوتکو پرزې وې او په غيرې قانوني ډول پاکستان ته قاچاق کيدلې."
په یو شمېر رسنیو کې په دې اړه ریپوټونو هم خپاره شوي چې ګوندې دا د هغو هندي الوتکو پرزې وې چې په دې وروستیو کې افغانستان سره مرسته شوي.
خو د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزيري دا خبرې په کلکه رد کړې او ویې ویل، دغه نيول شوې پرزې د وزارت دفاع پورې اړه نه لري او ګمان کوي چې دا پرزې به د ایساف الوتکو وي:
ښاغلي وزیري زیاته کړه:
"هغه چې په کانټینرو کې کومې پرزې وې هغه زړې پرزې وې نوي نه دي وزارت دفاع په ورې هیڅ اړه نه لري او نه د وزارت دفاع الوتکو پرزې دي او نه د هندي طیارو دي ښايي یا موږ فکر کوو چې دا پخواني د ایساف ځواکونو چې دلته وې د هغوي وي شاید قراردادیانو لاس ته ورغلي وي یا څنګه خو زموږ د وزارت دفاع پورې هیڅ اړه نه لري."
نوموړی وايي، پر قضيه څيړنې روانې دي چې دا پرزې د چا له خوانه او د څه په خاطر قاچاق کيدلې.
د ویلو ده چې په دې وروستیو کې هند او امریکا د افغانستان هوايي ځواک سره په مختلفو برخو کې د الوتکو مرسته کړې چې د افغانستان د پوځي چارواکو په وینا اوس هم دوی هوايي ځواک ته اړتيا لري او زیاتوي که هغه ژمنې چې امریکا ورسره د هوايي ځواک په برخه کې کړې عملي کړي نو د دوی ستونزې به تر یوه بریده اوارې شي.
ننګرهار ـ شاه محمود شینواری