د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۷

د فوایدې عامې په وزارت کې به د قوې کار اداره بیا فعاله شي


د فوایدې عامې وزارت وايي، ډېر ژربه د قوې کار اداره بیرته فعاله کړي.

د دغه وزارت چارواکي وايي، د قوې کار د بیا فعالیدو پریکړه ولسمشرغني په اقتصادي عالي شورا کې وکړه چې پر اساس به یې له نوروز وروسته د دغې ادارې د فعالیدو چارې پیل شي.

له اوږد ځنډ وروسته بیا د فوایدې عامې وزارت په چوکاټ د قوې کار اداره چې د لوېو لارو او عامه شتمنیو د حفظ او مراقبت مسولیت لري فعالیږي.

د فوایدې عامې وزارت وايي، د قوې کار د نه موجودیت له کبله د لوېو لارو، پلچکونو او ځینو نورو عامه شتمنیو د حفظ او مراقبت په برخو کې له ستونزو سره مخامخ وو.

د فوایدې عامې وزارت ویاند محمد مهدي روحاني وايي، د قوې کارپه فعالیدو به شاوخوا دوه زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

ښاغلي روحاني د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیوته وویل چې له نوروز وروسته به د قوای کار د کارمندانو د جذب لړۍ پیل شي.

"اوس موږ په دې باندې کار کوو چې ژرتر ژره خپل کارمندان مقرر کړو یعنې اعضا دواطلبۍ ته سپارو او له هر زونه موږ د هماغه سیمې خلک استخدام کوو څو خلکو ته سالم مصروفت پیدا شي او مشکلات یې حل شي."

د فوایدې عامې وزارت د معلوماتو له مخې د قوای کار د بیرته فعالیدو لپاره ۴۰ میلیونه ډالره ځانکړي شوي او دغه اداره به د خپلو مسولیتونو ترڅنګ د کابل له ښاروالۍ سره هم د زوبالو په انتقال کې مرسته وکړي.

د چارواکو د معلوماتوله مخې تر اوسه په افغانستان کې ۲۴ زره کیلومتره سړک پوخ شوی خو ځيني برخې یې د حفظ او مراقبط برخې ته د نه پام له کبله بیرته ورانې شوی دي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د ملي اقتصاد د کمېسیون ځیني غړی د لوېو لارو د سړکونو د حفظ مراقبت لپاره د قوې کار فعالیدل ګټور ګام بولي.

د دغه کمېسیون غړي حاجی محمد هاشم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"کوم اقدام چې رییس جمهور د قوه کار په هکله کړی دی یو نیک اقدام دی امید دی چې د قوې کار په رامنځته کیدو د سړکونو حفظ او مراقبت وشي او سړکونه د تخریب مخنیوی وشي."

که څه هم چارواکي وايي، د قوې کار د ادارې په فعالیدو به د سړکونو، پلچکونو او د عامه شتمنیو د حفظ او مراقبت په برخه کې د حکومت نظارت جدي او ډېرشي خو عام خلک بیا انتقاد کوي ترهغې چې د بیارغونې او په خاصه توګه د سړکونو د پخولو په قراردادونو کې د فساد مخه ونه نیول له حفظ مراقبت سره ـ سره به د جوړیدونکو بې کیفته سړکونو تخریب همداسې دوام وکړي.

محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG