د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۲

عرفان: دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست ته دې کاندیدان معرفي شي


د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی له حکومته غواړي چې د دفاع وزارت او ملي امنیت عمومي ریاست ته کاندیدان دې ژر یادې جرګې ته معرفي کړي.

د دغې جرګې دویم منشي عرفان الله عرفان د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د لوی څارنوالۍ او د کورنیو چارو وزارت کاندیدانو فرمانونه د ولسمشر له خوا صادر شوي چې په راتلونکې اوونۍ کې به د رایو اخیستلو لپاره ولسي جرګې ته معرفي شي.

که څه هم حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې حکومت د دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست ته د کاندیدانو په اړه بحثونه کړي او په دې اړه غیري مستقیمي پریکړې ته هم رسېدلي دي.

د افغانستان ولسي جرګې د اداري پلاوی له بشپړېدو وروسته په خپله عمومي غونډې کې په لومړۍ ورځ له حکومت وغوښتل چې په ادارو کې دې د سرپرستانو پرځای دې جرګې ته کاندیدان د رایو اخیستو لپاره معرفي کړي.

د دغې جرګې دویم منشي عرفان الله عرفان د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، ولسمشر د لوی څارنوالۍ او د کورنیو چارو وزارت ته د کاندیدانو فرمانونه صادر کړي چې را روانه اوونۍ به د یوه رسمي مکتوب له مخې یادې جرګې ته د رایو اخیستو لپاره معرفي شي.

ښاغلي عرفان زیاته کړه:

"زموږ غوښتنه دا ده چې حکومت د ملي امنیت ریاست، کورنیو چارو وزات او لویې څارنوالۍ لپاره کاندیدانو موږ ته ژر معرفي کړي او همدارنګه د ملي دفاع وزارت ته دې هم یوکس د کاندید په توګه معرفي کړي، څو موږ امنیتي ارګانونو له سرپرستانو څخه خلاص کړو."

څه موده وړاندې ولسمشر د کورنیو چارو وزارت ته تاج محمد جاهد او د لوی څارنوالۍ لپاره فرید حمیدي د سرپرستانو په توګه وټاکل چې اوس یاد کسان اړوندو ادارو ته د کاندیدانو په توګه معرفي شوي دي.

که څه هم دولت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د ولسي جرګې یو شمېرغړي وايي چې حکومت د دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست ته د کاندیدانو په اړه بحثونه کړي او په دې اړه یوې پریکړې ته هم رسېدلي دي.

د دې جرګې غړي قادرځاځي ازادي راډیو ته وویل چې حکومت به د حمل له رخصتیو وروسته په ادارو کې د سرپرستانو پرځای کاندیدان ولسي جرګې ته معرفي کړي.

ښاغلي ځاځي زیاته کړه:

"زما معلومات دا دي چې د دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست په کاندیدانو هم بحثونه شوي دي او غیرمستقیمي پریکړې ته هم رسېدلي دي، ډېر امکان لري چې د حمل له رخصتیو وروسته موږ ته معرفي شي."

که څه هم ښاغلي ځاځي په دې اړه زیات جزیات ورنه کړل، خو زیاته یې کړه امکان لري د دفاع وزارت او ملي امنیت د اوسنيو سرپرستانو پرځای نوې څېرې ولسي جرګې ته د کاندیدانو په توګه معرفي شي.

د ملي وحدت له حکومت له جوړېدا نږدې ۱۸میاشتې اوړي، خو د افغانستان دفاع وزارت او لویه څارنوالۍ تر اوسه هم د سرپرستانو له خوا اداره کیږي او له څه مودې راهیسې د ملي امنیت ریاست او د کورنیو چارو وزارت هم د سرپرستانو له خوا اداره کیږي.

رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG