په افغانستان کې د وړو پورونو ټولنه وایي، پر داسې یوې تګ لارې کار کوي څو مالي سرچینو ته د ځوانانو لاس رسۍ اسانه شي.
د دغې ټولنې مسوولینو د چهارشنبې په ورځ په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، له دې کاره یې هدف له مالي اړخه د ځوانانو خودکفایې ده.
افغانستان د نړۍ هغه هېواد چې زیات وګړي یې ځوانان دي، خو وزګاري په کې تر ناامنۍ وروسته تر ټولو لوی ګواښ بلل کیږي.
اوس د افغانستان د وړو پورونو ټولنه وایي، غواړي داسې یوه تګ لاره رامنځته کړي چې له مخې یې ځوانان وکړای شي په اسانۍ سره له بېلابېلو مالي بنسټونو څخه د کار کولو په خاطر پورونه تر لاسه کړي.
د دغه ټولنې مشر ډاکټرحشمت سیر امرخیل د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د دې کاره یې هدف ځوانانو لپاره د کاري زمینو برابرول او د هغوی د سوداګرۍ پراختیا ده.
ښاغلي امرخېل زیاته کړه:
"موږ غواړو دغه مالي بنسټونه وکړای شي په اوږد مهال کې ځوانانو لپاره اسانتیا برابره کړي ترڅو دوی خود کفا او خپل تجارت رامنځ ته کړي."
ښاغلي امرخېل وویل، دا پورونه اسلامي دي چې تر ډیره د سوداګرۍ، صنعت، کرنې او داسې نورو برخو کې د لګولو لپاره ځوانانو ته ورکول کیږي.
نوموړي وویل، دغه پورونه په درېیو برخو ویشل کیږي چې واړه او نیمه متوسط پورونه افرادو ته ورکول کیږي او متوسط پورونه چې د شرکتونو او یا هم نورو بنسټونو لپاره دي.
د ده په وینا، واړه پورونه له لسو زرو نه پیل بیا تر دیرش زره افغانیو دي، نیمه متوسط پورونه له پنځوسو زره افغانیو نه تر یو لک افغانیو پورې دي او متوسط پورونه له یو لک افغانیو څخه تر یو میلیون افغانیو پورې دي.
ډاکټر امرخېل همدارنګه وویل چې دغه پورونه د مالیې وزارت ترڅارنې لاندې له هغو پيسو څخه ورکول کیږي چې له افغانستان سره مرسته شوي دي.
دغه پروګرام د ځوانانو د چارو معینیت او د کار او ټولنیزو چارو وزارت په همکارۍ د وړو پورونو د ټولنې له خوا برابر شوی دی.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معینیت د پروګرامونو مسوول حضرت الله شریفي خبریالانو ته وویل، دا واړه پورونه له ځوانانو سره مرسته کوي چې هغوی خپلې طرحې عملي او پانګونه وکړي.
ښاغلي شریفي زیاته کړه:
"موږپه دې برخه کې کار کوو تر څو د ځوانانو استعدادونو ته وده ورکړو او هغوی د همدغو مالي پورونو څخه په خپل هېواد کې ګټه پورته کړي."
د وړو پورونو د ټولنې د معلوماتو له مخې تراوسه شاوخوا څلور لکه او اته اویا زره کسانو او یا هم بنسټونو له همدې لارې د نهه میلیارده افغانیو په ارزښت پورونه تر لاسه کړي او په افغانستان کې یې ورباندي پانګونه کړې ده.
په افغانستان کې د ځوانانو د وزګارۍ لوړو ارقامو ته په کتو د دا ډول پروګرامونو پلي کیدل یو مهم ګام بلل کیږي ترڅو هغوی له مالي اړخه د خودکفایې تر څنګ په هېواد کې دننه پانګونه وکړي او په کار بوخت و اوسي.