د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۵

جنګل باغ: داعش ډلې په کندز کې فعالیت پیل کړي


د کندز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د داعش وسله والو په وروستیو څو اونیو کې ددې ولایت په یو شمېر سیمو کې فعالیت پیل کړي.

د یاد ولایت چارواکي وايي چې داعش وسله والو په تېرو څو اوونیو کې خپل فعالیت د دغه ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې پیل کړي دی.

د کندز امنیه قوماندان جنرال محمد قسیم جنګل باغ ازادي راډیو ته وویل چې د کشفي او استخباراتي راپورونو پراساس له دوو اونیو راهیسې، د داعش ډلې خپل فعالیت د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې پیل کړي دی.

ښاغلي جنګل باغ زیاته کړه چې د داعش وسله وال شمېر څه باندې ۱۰۰ تنو ته رسېږي:

"دوه اوونۍ کېږې چې د داعش ډلې خپل فعالیت په چهاردرې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې پیل کړي دی چې شمېریې څه باندې ۱۲۰ تنو ته رسېږي."

بل خوا، د کندز د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي وايي، سره له دې چې اوس مهال په چهادرې، دشت ارچې او د کندز ښار اړوند شاوخوا کلیو کې د داعش ډلې خپل فعالیت پیل کړي، خو په جندالله ډلې پورې مربوط بهرنیو جنګیالیو هم خپل سپین بیرغ په تور بېرغ تبدیل کړي دی.

نوموړی وايي چې باید حکومت د دغې ورانکارې ډلې پر وړاندې ډېر ژر لاس په کار شي، څو په سیمې کې د خلکو ترمنځ نفوذ پیدا نه کړي:

"د معلوماتو له مخې په چهار درې او په دشت ارچې ولسوالیو کې او د کندز مرکز په یوشمېر سیمو کې د داعش ډلې خپل فعالیت پیل کړي دي او له ځانونه سره تور بېرغونه لیږدوي."

ولي زیاتوي که چېرې دولت د دغې ډلې پر وړاندې بې غوري وکړي، نو کندز به د راروان دوبې په موسم کې له ډېرو امنیتې ننګونو سره مخامخ شي.

په دې وروستیو کې د خلکو ترمنځ هم داسې ګنګوسې دي چې ګواکې د داعش ډلې په کندز کې خپل فعالیت پیل کړي دي چې دې مسالې خلک هم ډېر اندېښمن کړي.

د کندز ولایت اوسېدونکي وايي چې باید سیمه ییز چارواکي او مرکزي حکومت د دې ولایت امنیتي وضعیت ته جدې پاملرنه وکړي.

د نوموړی ولایت د مدنې ټولنو یوه تن غړي ډاکټر جمال بهمنش له ازادي راډیو سره یې په خبرو کې داسې وویل:

"یو زیات شمېر دوستان چې په چهار درې ولسوالۍ کې لرم، هغوی وايي چې په دې وروستیو کې یوشمېر نابلده وسله وال په سیمې کې پېدا شوي دی چې مخونه یې پټ دی او د داعش ډلې پورې تړاو لري."

د کندز سیمه ییز چارواکي په داسې حال کې په دې ولایت کې د داعش ډلې له فعالیت څخه خبر ورکوي چې اوس مهال دغه ولایت له ډېرو امنیتي ننګونو سره مخامخ دي همدارنګه د معلوماتو له مخې ددې ولایت ډېرې سیمې هم د وسله والو طالبانو په کنټرول دي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG