په پام کې ده د سوريې د حکومت استازي له خپلو سياسي مخالفانو سره په نژدې راتلونکي کې په جنيوا کې خبرې وکړي.
خو د سولې تردغو غير مستقيموخبرو مخکې د سوريې د بهرنيو چارو وزير ځيني شرطونه مطرح کړل.
د سوريې کورنۍ جګړه پنځه کلنه شوې او په نتيجه کې يې څه باندې دوه نيم لکه کسان وژل شوي دي.
د سوريې حکومت اعلان وکړ چې له خپلو سياسي مخالفانو سره د سولې په غيرمستقيمو خبرو کې د ګډون لپاره يو هيئت جنيوا ته لېږي.
په پام کې ده د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب دغه خبرې د دوشنبې په ورځ وشي.
د سوريې د بهرنيو چارو وزير وليد المعلم پرون خبريالانو ته وويل چې حکومتي ډله به نن جنيوا ته روانه شي، خو که سياسي مخالفان خبرو حاضر نه شي، دا ډله به تر څلرويشتو ساعتونو زيات وخت هلته پاتې نه شي.
معلم وويل، هېڅوک حق نه لري، د سوريې د جمهوري رياست د انتخاباتو په اړه د دغو خبرو په جريان کې بحث وکړي.
تردې مخکې د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټيفن ډي ميسټورا د راتلونکې ميلادي مياشتې پر اتلسمه په سوريه کې د ولسمشرۍ انتخاباتو غوښتنه کړې وه.
خو د سوريې د بهرنيو چارو د وزير وليد المعلم عکس العمل جدي و:
"نه د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى سټيفن دي ميستورا او نه بل څوک دا حق لري، چې د ولسمشرۍ انتخاباتو په باب خبرې وکړي. انتخابات د سوريې د خلکو خپل حق دى."
د سوريې په باب د غيرمستقيمو مذاکرو مخکنى پړاو د فبرورۍ مياشتې پر درېيمه هغه وخت وځنډېد چې د روسيې په ملاتړ د سوريې حکومت په حلب کې پوځي عمليات وکړل.
د دغو مذاکرو تازه پړاو په داسې حال کې ترسره کېږي چې په دغه هېواد کې له دوو اوونيو نسبي اوربند ټينګ شوى دى.
د مذاکرو عالي کمېټه چې سعودي عربستان يې ملاتړ کوي او د اپوزيسيون څو ډلې يې تر چتر لاندې راټولې شوي، ويلي په دغو مذاکرو کې به برخه واخلي.
دغه ډله داسې يو انتقالي حکومت غواړي چې بشپړ اجرايه صلاحيت ولري او سوريې اوسنى ولسمشر بشارالاسد په کې هېڅ نقش ونه لري.
د اسد د برخليک په اړه لانجه د مخکنيو خبرو د ځنډ او خنډ اصلي علت و.
په همدې حال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري ويلي، چې په کار ده د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب پېشنهاد شوې مذاکرې له پلان سره سمې پرمخ بوتلل شي.
خو ده ويلي، امريکايي او روسي څارونکي به اول له اوربند څخه د سرغړونو د ادعاوو په باب بحث وکړي.