د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۳

په بلوچستان کې د درنو اورښتونو له امله ۱۴ تنه مړه شوي


د بلوچستان په بېلابېلو سيمو کې د ګڼو بارانونو له امله د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۴ تنه مړه شوي او څو نور ټپيان شوي دي.

د بلوچستان په اکثرو سيمو کې له تېرو څلورو ورځو راهيسې د بارانونو لړۍ پيل شوې ده چې لا هم دوام لري.

د جمعې په ورځ د ګڼو بارانونو له امله له وزيرستان سره پر پوله پرته شېراني سيمه کې په شنه پونګه نومي کلي کې د يوه کور بام را نړېدلى چې په نتيجه کې يې د يوې کورنۍ پنځه تنه مړه شوي دي.

په مړو شويو کسانو کې يوه ښځه او څلور د هغې اولادونه درې يې لوڼه او يو زوى شامل دي.

د رپوټونو له مخې د دغو کسانو مړي ځايي خلکو له خاورو خځلو را ايستلي او خاورو ته يې سپارلي دي.

د شېراني سيمې زياته ابادي خلک په کليو کې ژوند کوي او کورونه يې خام دي.

د رپوټونو له مخې په دې سيمه کې بارانونو نور کورونه هم نړولي دي، خو نور په کې چاته د سر د زيان خبر نه دى ورکړل شوى.

بل لور ته د جمعې په ماښام د کوټې او چمن تر منځ په پښين سيمه کې هم بارانونو ګڼ شمېر کورونه نړولي او د يوه کور د بام د را لوېدو له امله د يوې کورنۍ پنځه تنه مړه شوي او درې نور په کې ټپيان شوي دي.

په مړو شويو کسانو کې درې نارينه، يوه ښځه او يو ماشوم شامل دى.

د پښين د لېويز پوليسو يوه چارواکي ازادي راډيو ته وويل چې دا پېښه په حاجيزۍ نومي کلي کې شوې ده، ده دا ونه ويل چې د دغې کورنۍ خلک ځايي خلک دي که څنګه، خو يو ځايي خبريال معيد ترين وايي چې دغه مړه شوي او ټپي کسان افغان کډوال دي.

په پېښه کې ټپيان کسان سمدستي د پښين سيمې روغتون ته وړل شوي چې تر درملنې لاندې دي.

له قدرتي افتونو د ژغورنې ايالتي اداره پي. ډي. ايم. اې وايي، د بارانونو له امله د ايالت په چاغي، مستونګ او لورالاى سيمو کې هم څلور تنه نور د تندر د لوېدو له امله مړه شوي دي.

د افغانستان پولې ته نېږدې په چمن سيمه کې هم بارانونو د خلکو ژوند اغېزمن کړى دى.

د رپوټونو له مخې د چمن ښار په شاوخوا کې په څو کليو کې ګڼو بارانونو ډېر کورونه نړولي دي، خو چاته په کې د سر د زيان رسېدو خبر نه دى ورکړل شوى.

په کوټه ښار کې هم ګڼو بارانونو ډېر کورونه نړولي او د خامو کورونو په دېوالونو کې يې درزونه پيدا کړي چي د نړېدو له خطر سره يې مخامخ کړي دي.

په کوټه ښار کې زيات کورونه د ښار په جنوبي برخه کې د سرياب په سيمه کې اغېزمن شوي دي.

د سرياب په مسلم اباد سيمه کې بارانونو يوې لويې ابادۍ ته نېږدې مځکه چوولې ده چې غټه کنده يې په کې جوړه کړې او له امله يې ور څېرمه شاوخوا درې سوه کورونه د نړېدو له خطر سره مخامخ دي.

له افتونو د ژغورنې ايالتي اداره وايي د وړاندوينې له مخې د بلوچستان په اکثرو سيمو کې تر درو ورځو پورې لا هم د بارانونو اټکل شوى دى چې وايي له امله يې د سېلابونو احتمال هم نه شي ردېداى، خو وايي دوى پوره چمتووالى نيولى چي د خلکو ژوند و ژغوري.

راپور: بارکوال میاخېل

XS
SM
MD
LG