د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

"د پاکستان نېږدې ټول ګاونډیان له دغه هېواده اندېښنه لري"


له هند سره د پاکستان ترینګلې اړیکې او له افغان طالبانو سره د اسلام اباد د حکومت سمبولیک روابط هېڅ کله له نورو هېوادونو سره د دې هېواد پر سیاسي تړاو بې اغېزه نه وو.

د فارن پالیسي په لیکنه، ایران له ډېرې مودې راهیسې د بلوچستان په ځيني سیمو کې له پاکستان سره جنجال لري او د پولې پورې غاړې ته له وسله والو حملو شکایت لري.

د خپرونې په لیکنه، حتی چین چې د پاکستان دوست ګڼل کېږي، پر دې هېواد تور لګوي چې په شین جین کې د تروریستانو ملاتړ کوي.

د پاکستان اړیکې له بنګله دېش سره هم ډېرې کړکېچنې شوې دي.

له دې امله، داسې ویل کېداي شي چې د پاکستان نېږدې ټول ګاونډي هېوادونه پر اسلام اباد په خپلو کورنیو چارو کې د لاسوهنې تور پورې کوي.

له هند سره د پاکستان لانجه له هېڅ چا نه ده پټه.

کابل په وار وار پر دې هېواد تور لګولی چې د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي، وسله والو ډلو ته یې ځاي ورکړی او په دې ډول په افغانستان کې د تروریستي فعالیتونو لپاره زمینه برابروي.

چین په خپل جنوبي ایالت شین جیان کې چې زیات خلک یې مسلمانان ایغور دي د پاکستان له لاسوهنواو د اسلامپالو ډلو د ملاتړ په اړه اندېښنه لري.

د بنګله دېش حکومت چې له ۱۹۷۱میلادي کال راهیسې، له پاکستان سره سیاسي کړکېچ لري تېرکال پاکستانی ډپلوماټ مرزاخان له خپلې خاورې وشاړه.

د بنګله دېش حکومت په دوامدار ډول هغه کسان اعداموي چې په پاکستان کې د اتلانو په سترګه ورته کتل کېږي خو په بنګله دېش کې د جنګي مجرمینو په توګه پېژندل کېږي.

د پاکستان د سیاسي چارو څارونکی او خبریال عبدالحي کاکړ د سیمې له هېوادونو سره د اسلام اباد د سیاسي اړیکو کړکېچن حالت ته په اشاره وايي چې یوازې ولسي حکومت ته د واک انتقال، کولای شي چې بدلون راولي.

عبدالحی کاکړ:

"که چېرې د پاکستان په حکومت کې ولسي شراکت راشي، کار وبار، تجارت، ډپلوماسي او تګ راتګ که وي، ممکنه ده چې د بهرنۍ تګلارې واک له پوځه واخیستل شي او ولسي حکومت ته وسپارل شي، یوازي ولسي حکومت کولای شي چې د ولس د احساساتو او اړتیاو پراساس بهرنۍ تګ لاره جوړه کړي، پر دې اساس به له بهرنیوهېوادونو سره د پاکستان اړیکې نرمې شي."

سره له دې چې په سیمه کې د اسلامي دولت داعش فعالیتونه د زیاتو هېوادونو لپاره د اندېښنې وړ دی، د فارن پالیسي په وینا، بنګله دېش په پاکستان کې د مېشتو وسله والو ډلو فعالیت د خپل امنیت لپاره تر هغه ستر ګواښ ګڼي.

د هند ورځپاڼه هندولیکلي چې د بنګله دېش حکومت داسې معتبر معلومات ترلاسه کړي چې ثابتولای شي چې پاکستان د وسله والو ډلو تمویل ته ادامه ورکړې ده.

د فارن پالیسي په لیکنه،هغو ګواښونه چې د پاکستان له لوري د سیمې امنیت ته متوجه دي، په جنوبي اسیا کې د ډیموکراسۍ وده له خطر سره مخامخ کړې ده.

XS
SM
MD
LG